1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پيتري: مسلمانان کولای شي آلمان خپل کور وګڼي

۱۳۹۶ مهر ۹, یکشنبه

د اسلام او مهاجرو ضد ګوند (AfD) پخوانۍ مرستياله فراوکه پيترې وايي چې مسلمانان کولای شي آلمان خپل کور وګڼي. پيترې د سپتمبر ۲۴مې انتخاباتو د لمړنيو پايلو د اعلان پر وخت وويل چې نوره د ياد ګوند مرستيالي نه کوي.

https://p.dw.com/p/2l33u
Deutschland Pressekonferenz mit Dr. Frauke Petry
انځور: picture-alliance/Eventpress

مسلمانان کولای شي آلمان کې خپل کور جوړ او دلته ژوند وکړي، خو په هغه صورت کې چې دوي ومني چې ديني عقايد يې له سياسي اهداف سره جلا دي. دغه مطلب د آلمان د ښي اړخ يا «آلمان له پاره بديل» (اې.ايف.دې) ګوند پخوانۍ مرستيالې فراوکه پيترې د یکشنبې (اکتوبر ۱مه) په ورځ، آلمانۍ ورځپاڼې «ويلت ام زونتګ» ته کړي دي.

پيتري وويل: « تر هغه وخته چې دوي (مسلمانان) دا مني چې مذهب د دوی لپاره يوه شخصي مسئله ده او له سياست سره کوم تړاو نه لري، له هماغه وخته کولای شي آلمان څخه خپل کور جوړ کړي، څرنګه چې دغه حق تر دې مخکې هم ډیرو مهاجر لرلی دی»

خو هغې يادونه کړه: « اما زمونږ د ټولنې له کلتور سره بيا دا ناممکنه ده چې په بل لاس کې دې اسلامي سياست تعقيب کړل شي».

د ۲۰۱۵ کال په پاي کې د آلمان ټول نفوس ۸۲ اعشاريه ۳ ميليونه ذکر شوی وو چې په دې کې شاخوا ۴نيم ميليونه يې مسلمانان دي.

آلمان له پاره بديل (اې.ايف.دې) ګوند په ۲۰۱۳م کال کې تاسيس شو، دغه عوام پاله ګوند په سر کې د اروپايي بلاک خلاف او يو آلمان آوازونه پورته کول، خو په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶م کلونو کې د اروپا د مهاجرت بحران په رامنځ ته کيدو سره يې د مهاجرو او اسلام ضد سياست غوره کړ.

د (اې.ايف.دې) سياست په اړه د چارو کارپوهان

(اې.ايف.دې) د څلور کاله مخکې انتخاباتو کې و نه توانيد چې د آلمان پارلمان يا بونديستګ ته لاره پید کړي، خو د سپتمبر ۲۴ انتخاباتو کې يې د تمې خلاف زیاتې رايې وګټلې. اوس دغه ګوند د نژدې ۱۳ سلنې رايې په ترلاسه کولو سره د پارلمان دريم ځواکمن ګوند دی.


خو د چارو ځينې کاپوهان وايي چې (اې.اف.ډې) به پارلمان کې د دريم قوت په حيث بيا هم ونشي کړای مهاجرو په برخه کې جدي ستونزې راولاړې کړي. کارپوهان د دغه ګوند په رهبرۍ کې اختلافات او دغه راز په پارلمان کې د اپوزيسيون موقف له لاسه وتل هم هغه لاملونه ګڼي چې دغه عوام پاله ګوند ونشي کړاي د خپل سياست مطابق وړاندې لاړ شي.

حساسه شيبه کې د پريکون اعلان

خو د انتخاباتو د ورځ په ماښام کله چې د (اې.اف.ډې) ګوند د پورته رايو اعلان وشو، ورسره جوخت ميرمن پيتري هم اعلان وکړ چې نور په دغه ګوند کې د سلاکارې په توګه کار نکوي. پيتري پارلمان ته په خپلواکه توګه بريالۍ شوې ده.

په ننۍ مرکه کې کله چې له ميرمن پيتري څخه وپوښتل شول چې آیا وروسته له دې به د يوې پارلماني ډلې يا يو سياسي ګوند د جوړيدو له پاره هڅې وکړې، په ځواب کې يې دغې ۴۲ کلنې سياستوالې وويل، هو.