1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پيترويس: په افغانستان کي برياليتوب نه، خو پرمختګونه سوي

۱۳۸۹ بهمن ۱۱, دوشنبه

د جرمني پارلمان د يو بل کال د پاره هم په افغانستان کي خپل پوځي ماموريت اوږد کړی او دغه راز يې ۲۰۱۴ کال د ماموريت د پای ته رسولو کال و ټاکی. په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان د جرمني ددې اقدام څخه هرکلی کړی.

https://p.dw.com/p/QwtR
په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال پيترويس د المان د دفاع وزير څو ګوتنبيرګ سره
په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال پيترويس د المان د دفاع وزير څو ګوتنبيرګ سرهانځور: picture-alliance/dpa

په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال داويد پترويس د آلماني پوځ او په افغانستان کي ددوی د ۴۸۰۰ عسکرو خدمتونه ډېر مهم او دپاملرني وړ وبلل.

«دغه دواړه پياده کنډوکونه چي په کندز کي د شپږو مياشتو راهيسي يې د اول وار دپاره د آلمان په تاريخ کي د مخالفينو پر ضد مبارزه کي عمليات تر سره کړي، ددوي کارونه د قدر وړ دي. جرمنيان بايد د هغو کسانو پر لياقت ، مسلکي پوهه او زړه ورتيا باندي افتخار وکړي چي دغه پيچلي عمليات پر مخ بيايي.»

د آلماني ځانګړو قواوو قوماندان د امريکايي پوځ له خوا هم وستايل سو. پيترويس بيا پر دې ټينګار وکړ چي په شمال کي دغه عمليات بايد د يوه ټيم په چوکاټ کي ترسره سي. د آلماني پوځ د روزني او دفاعي کنډک د افغان اردو سره يو ځای عمليات تر سره کوي.

علاوه پر دې په دغه ځای کي په اوس وخت کي ۵۰۰۰ امريکايي سرتيري ځای پر ځای دي. خو دغه امريکايي جنرال د افغانستان په شمال کي د امنيت په باب فقط دومره وويل:

« زه نه غواړم د برياليتوبونو څخه خبري وکړم ، خو پر مختګونه راغلي دي.»

په پسرلي کي به چي اکثره وخت جنګونه بېرته شروع کيږي، په دې سيمه کي دا معلومه سي چي هغه امنيت چي په تېرو دوو يا درو کلونو کي دلته تأمين ؤ، بېرته راوګرځي او که برعکس.

په ۲۰۱۱ م کال کي د پوځ پلان سوي کموالي ته په کتو سره چي د جرمني نوی ماموريت هم په هغه اړه لري، د ايساف قوماندان د يوه ګټور وخت څخه خبري وکړې.

«دغه ډول د وخت ټاکل ښه نتيجه ورکوي.او تر هغه وخته پوري چي دغه پروسه د هغه ځای د شرايطو سره ځان عيار کړي او تر هغه وخته چي د خطرونو ښکاره اټکلونه کولای سو هر څه به سم پر مخ ولاړ سي.»

د افغان امنيتي چارواکو روزل او ډېرول ، چي په ۲۰۱۴ کال کي به د افغانستان امنيت وساتي ، هم د پيترويس په نظر ښه پر مخ روان دي. په کابل کي چي په وار وار سره بياهم وژونکي بريدونه تر سره کيږي د ۲۰۰۹ کال راهيسي يې افغانان د امنيت چاري پر غاړه لري.

که څه هم چي په تېرو پارلماني انتخاباتو کي درغلۍ وسوې او د پارلمان د پرانيستلو پر سر مبارزه روانه وه ، پيترويس دا عملي ديموکراسي بولي. خو د مخالفينو سره د روغي جوړي د خبرو په باب په افغانستان کي د بهرنيو ځواکونو دغه لوی قوماندان څه ونه ويل.

علاوه پر دې دا معلومه نه ده چي د ملاعمر پر شاوخوا د کوټي شورا به دې ته حاضره سي چي د کابل د حکومته سره خبري وکړي اوکه نه.

پيترويس دا هم وويل چي د طالبانو په مشرتابه کي هم کشمکشونه موجود دي او زياته يې کړه: «دا به يو سخت کال وي.» دا چي دغه ډول خبري د افغانستان پرجګړې څونه اغيزي کوي، يو څه وخت ته اړتيا ده.

زابينا/ گل غوټۍ پوپل

کتونکی: نجيب الله زيارمل