1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

په شمالي ایرلنډ کې د شکمن موټر بم برید په هکله څیړنې

۱۳۹۷ دی ۳۰, یکشنبه

د شمالي ایرلنډ په لندندیري ښار کې د موټر بم یوه مشکوکه چاودنه شوې ده. له دې چاودنې سره سمدستي د شمالي ایرلنډ د تاوتریخوالي ډکو جګړو خاطرې را ژوندۍ شوي دي. پولیسو د پیښې په اړه پلټنې پيل کړي دي.

https://p.dw.com/p/3BrD4
Nordirland Explosion in Londonderry
انځور: picture-alliance/dpa/S. Mcauley

پولیسو په تویتر ټولنیزه شبکه کې د یوې محکمې مخې ته د چاودنې د سیمې انځور خپور کړی دی. د یوه دویم شکمن موټر له کبله سیمه تخلیه شوې ده. پولیسو د ابتدایې معلوماتو په توګه پر تویتر لیکلي: «د بیشوپ سړک بند شوی دی. له دې ځایه لیري پاتې شئ. د موټر بم شک موجود دی.»

تر اوسه پورې د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې هیڅ څوک ټپي شوی نه دی.

ټولو سیاسي فرکسونونو دغه پيښه غندلې ده. د شمالي ایرلینډ د حکومت پخوانۍ مشرۍ آلینه فوزټن د «یوه بې مفهومه تروریستي عمل» خبره کړې ده. د (DUP) سخت دریځه محافظه پاله ګوند مشر غوښتنه وکړه چې دا عمل باید په ډیر شدت سره وغندل شي.

د ایرلنډ د بهرنیو چارو وزیر هم په دې باور دی چې دا یو «ترهګریز موټر بم برید» وو. دا چې نوموړی په څه دليل دې نتیجې ته رسیدلی دی، تر اوسه پورې روښانه نه ده. همدرانګه پارلماني استازې الیشا مک کالیون، ویلي دي چې لندندیري د نفوس له پلوه یو مخ پر پراخیدونکی ښار دی او هیڅ څوک نه غواړي چې دلته داسې کومه پيښه رامنځته شي.

په شمالي ایرلنډ کې د لسیزو خونړیو جګړو په ترڅ کې د موټر بم بریدونو ډیر شمیر خلک وژلي دي. ایرلنډي ناسونالیست کاتولیکان او د پروتستان پروانان په ۱۹۶۰ لسیزه کې سره وجنګیدل. په دې جګړو کې ۳۵۰۰ انسانان ووژل شول. په ۱۹۹۸ میلادي کال کې دغه معضله د کارفرای ټاګ د یوې مذهبي ورځې په تړون سره پای ته ورسیده. دا تړون د نورو ترڅنګ د پروتستان او کالتولیکانو تر منځ د قدرت یا واک ویش تضمينوي.