1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین د پوسي ریوت غړو ته له سختې سزا سره مخالفت وکړ

۱۳۹۱ مرداد ۱۳, جمعه
https://p.dw.com/p/15jN0

د روسیې جمهور رئیس ولادیمیر پوتین، د لومړي ځل له پاره د پوسي ریوت په نامه د ډلې غړو ته د جزا ورکولو په اړه په عام محضر کې خپل نظر څرکند کړ. ده په لندن کې د المپیک د لوبو په درشل کې د درو تنو تورنو ښځو په مقابل کې د سختې سزا له ورکولو سره خپل مخالفت ښکاره کړ.

دغو درو ښځو د مسکو په یوې کلیسا کی د پوتین د انتخابیدو پر ضد مظاهرې کړي وې. دا چی دوی د اوو کلنو بند له جزا سره مخامخ کیدای شي، په دې هکله د بشری حقونو فعالینو سخت عکس العمل ښکاره کړی وو.