1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین د روسیې په ټاکنو کې خپله بریا اعلان کړه

۱۳۹۰ اسفند ۱۵, دوشنبه

د روسیې لومړي وزیر ولادیمیر پوتین، په مسکو کې د خپلو زرګونو ملاتړ کوونکو په منځ کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د خپلې بریا اعلان وکړ، خو د ټاکنو څارونکي او اپوزیسیون د روسیې وروستۍ ټاکنې شفافې نه بولي.

https://p.dw.com/p/14ExZ
انځور: Reuters

د دوشنبې د ورځې د راپورونو له مخې پوتین د ټاکنو په لومړي پړاو کې ۶۴ سلنه رایې گټلي دي. خو اپوزیسیون تور لگولی دئ چې دغه ټاکنې آزادې او شفافه نه وې او له خلکو څخه ئې غوښتي دي چې په ټاکنو کې د درغلیو له امله سړکونو ته راووځي.

د روسیې د ټاکنو د کمیسون په وینا د ولسمشرۍ د ټاکنو له پاره د رایه ورکولو سلنه د تیرو ټاکنو په پرتله لوړه وه.

د ټاکنو د لومړنیو پایلو له مخې ولادیمیر پوتین ۶۴.۳۹ سلنه رایې ګټلي دي. د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د هغه تر ټولو پیاوړي سیال او د روسیې د کمونست گوند مشر گینادي زیگناوف، ۱۷.۱۳ سلنه رایې خپلې کړي دي او میخایل پروخوروف د ۶.۹۷ سلنه رایو په ګټلو سره تر پوتین او زیګناوف وروسته په ټاکنو کې دریم ځای خپل کړی دﺉ.

په کریملین کې د زرګونو کسانو یوې غونډې ته په وینا کې پوتین د خپلې بریا اعلان وکړ او خپله بریا ئې د خلکو بریا وگڼله. پوتین وويل: «ما له تاسو سره وعده کړې وه چې موږ ئې گټو او دا ده موږ وگټله. ژوندۍ دې وي روسیه.»

پوتین په روسیه کې د یکشنبې د ورځې ټاکنې شفافه او د باور وړ بللي دي. خو څارونکي او د روسیې اپوزیسیون په دغه ټاکنو کې په لویه کچه د درغلیو خبره کوي. د هغوی په وینا یو تن څو څو وارې خپله رایه کارولې ده. د «گولوس» په نامه د ټاکنو د څارنې خپلواکې ادارې په ټاکنو کې د سرغړونې د ۲۰۰۰ پېښو رپوټ ورکړی دئ.

اپوزیسیون په ټاکنو کې د درغلیو پر وړاندې په مسکو کې د احتجاج او لاریونونو اعلان کړی دئ. د پوتین مخالف کاندید او د کمونست گوند مشر گینادي زیگناوف ویلي دي چې پر ټاکنو باندې انحصار لگول شوی وو او په کې درغلي شوي دي.

د زیګناوف په خبره که څه هم په روسیه کې به راتلونکې دوه کاله ظاهراً ښه معلوم شي خو روسیه به خپل ډیر وخت له لاسه ورکړي. د هغه په خبره روسیه د اختلاس او ناقانوني په لور روانه ده.

سید ریاض (آژانسونه)
کتونکی: مسعود جهش