1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین او اوباما تلیفوني خبرې کړي دي

سید ریاض (آژانسونه)۱۳۹۳ فروردین ۲۶, سه‌شنبه

د روسیې او امریکا ولسمشرانو، یو ځل بیا د اوکراین د کړکیچ په هکله خبرې کړي دي. پوتین په اوکراین کې د لاسوهنې تورونه رد کړي دي او په عین وخت کې یې له اوباما څخه غوښتي چې د کړکیچ د لا غځیدو د مخنیوي له پاره خپل نفوذ وکاروي.

https://p.dw.com/p/1Bi3w
انځور: picture-alliance/dpa

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین، یو ځل بیا د لویدیځ له لوري دا تورونه چې گواکې د اوکراین په سویل ختیځ کې د بیلتون غوښتونکو د ناکراریو تر شا لاس لري په کلکه رد کړي دي. پوتین له بارک اوباما سره په یوه تلیفوني تماس کې دا خبره په ډانگ پیلې توگه کړې ده چې دا د ناسمه معلوماتو پر اساس یوازې «اوازې» دي.

پوتین یو ځل بیا دا خبره تکرار کړې ده چې په دونیڅک، لوهانسک، چارکوف، سلاونسیاک او نورو ښارونو کې د تر سره کیدونکو احتجاجونو دلیل دا دی چې د کیف چارواکي د روسي ژبي ولس د گټو په پام کې نیولو وړتیا او ارداه نه لري. نوموړي په خپلو خبرو کې وړاندې ویلي دي چې د اوکراین ادارې تر هر څه د مخه لومړی باید په دې اړه فکر وکړي چې څرنگه کولای شي، سیاسي اړخونه او سیمې د یوه نوي شفافه اساسي قانون په رامنځ ته کولو کې شریک کړي.

د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ د دفتر د وینا له مخې، بارک اوباما له پوتین څخه وغوښتل چې هڅه وکړي ترڅو د ختیځ اوکراین په ډیر شمیر ښارونو کې روسي پلوه احتجاج کوونکي د دولتي ودانیو اشغال ته د پای ټکی کښیږدي. د متحده ایالاتو د ولسمشرۍ دفتر زیاتوي چې اوباما د دې په اړه ژوره خواشیني ښولې ده چې روسیې له بیلتون غوښتونکو څخه ملاتړ څرگند کړی دی.

امریکا متحده ایالات او نور لویدیځ هیوادونه پر مسکو باندې داسې شک کوي چې د کریما د نیمه ټاپو په څیر به د اوکراین په ختیځ کې د ځانگړو قطعاتو په واسطه مداخله وکړي او د سیمې د بیلتون له پاره چمتووالی ونیسي. تر دې دمخه د متحده ایالاتو د حکومت ویاند جې کیرني، ویلي وو چې په دې اړه کره «شواهد» شته چې روسیه د بیلتون غوښتونکو ملاتړ کوي. د جې کیرني په وینا داسې شواهد هم شته، چې احتجاج کوونکو ته چې د اوکراین هیواد په ډیر شمیر ښارونو کې یې دولتي ودانۍ اشغال کړي دي، پیسې ورکړل شوي دي.

په سلاونسیاک، کې د پولیسو د یوه اشغال شوي مرکز مخې ته روسي پلوه فعالان
په سلاونسیاک، کې د پولیسو د یوه اشغال شوي مرکز مخې ته روسي پلوه فعالانانځور: Genya Savilov/AFP/Getty Images

«اوباما باید خپل نفوذ وکاروي»

د مسکو له لوري ویل شوي دي چې پوتین پر خپل امریکایي سیال غږ کړی دی، چې په اوکراین کې د زور د استعمال او وینې بهیدنې د مخنیوي له پاره له خپل نفوذ څخه کار واخلي.

زیاته شوې ده چې دواړو مشرانو پر دې باندې توافق دی کړی دی چې په گډه به د دغه کړکیچ د حل له پاره ديپلوماتیکو هلو ځلو ته ادامه ورکړي. په پام کې ده چې د پنجشنبې په ورځ به د روسیې، امریکا متحده ایالاتو، اوکراین او اروپایي ټولنې تر منځ د اوکراین د کړکیچ په اړه یوه غونډه وشي. په دغه ناسته کې به په سوله ییزه توگه د اوکراین د کړکیچ حل موندلو پر امکاناتو باندې غور وشي.

د واشنگټن د معلوماتو له مخې دغه تلیفوني تماس د روسیې پر ابتکار نیول شوی دی. د پوتین او اوباما تر منځ د تلیفوني تماس تر مخه، اوباما د فرانسې له ولسمشر فرانسوا اولاند، سره هم د اوکراین په ختیځ کې «د مخ پر خرابیدونکي وضعیت» په هکله تلیفوني اړیکه نیولې وه. اولاند او اوباما پر دې خبره ټینگار وکړ چې روسیه به «نور تاوان ورکړي» که چیرې په خپل چلند کې بدلون را نه ولي.