1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتين منځنی ختيځ ته خپل سفر پيل کړ

۱۳۹۱ تیر ۵, دوشنبه

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین به په لومړي سر کي اسرائیلو ته سفر وکړي. تمه کيږي چي اسرائیل به له پوتین څخه پر ایران باندي د فشار ډيرولو غوښتنه وکړي.

https://p.dw.com/p/15L5S
انځور: picture-alliance/dpa

پر دې سربیره به پوتین د لویدیځ اردن او فلسطیني له لوړ پوړو چارواکو سره هم وگوري.

دا په تیرو اوو کلونو کي اسرائيلو ته د يوه روسي ولسمشر لومړی سفر دئ، د پوتین دا سفر د سوریې د کړکېچ تر سیوري لاندي تر سره کیږي. د اسرائیلو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي دي، چې اسرائیلي مشران به له پوتین څخه وغواړي چې په نړیواله توگه پر ایران باندي فشار راوړي تر څو د یوارنیمو له غني کولو څخه لاس واخلي.

تهران وایي چې د دوی د یورانیمو د غني کولو پروگرام سوله ییز دئ، خو متحده ایالات او نور لویدیځ هیوادونه داسي شک کوي، چي گويا ایران په پټه د اټومي وسلو د جوړولو هڅي کوي.

اسرائیل چې په اړه ئې فکر کیږي د اټومي قدرت خاوند دئ، په تیرو څو میاشتو کي په غیر مستقیمه توگه ایران ته اخطار ورکړی دئ، چي که دغه شخړه له دیپلوماتیکو لارو حل نه شي ښایې يو پوځي عمل وښيي. تیره اوونۍ هم په مسکو کي له ایران سره د شپږو قدرتونو خبري بې نتیجې پاتي شوې.

د اسرائیلو د بهرنیو چارو په وزارت کي د روسیې د څانگي مشر تیره اوونۍ ویلي ول، چي بې له شکه چي دوی له ديپلوماتیکي لاري د شخړي حل ته ترجیح ورکوي، خو دوی به په ټوله معنی کي د اسرائیلو د بقا له پاره له ټولو ممکنه لارو څخه کار واخلي.

په پام کې ده چي پوتین به د اسرائیلو د بهرنیو چارو له وزیر او د دغه هیواد له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره نن «دوشنبه، د ۲۰۱۲م کال د جون ۲۵» وگوري.

پر دې سربیره به پوتین تل ابیب ته نژدې د «نیتنیا» په سیمه کي د هغه یادگاري څلي په پرانیستغونډه کي هم گډون وکړي چي په دوهمه نړیواله جگړه کي د نازي المان پر وړاندي د پخواني شوروی اتحاد د بریا په ویاړ جوړه شوې ده.

د پوتین د بهرنیو چارو سلاکار یوري یوشاکوف، ویلي دي، چي د سوریې او ایران په هکله به په دغه لیدنو کتنو کښي په تفصیلي توگه خبري اتري وشي.

سوریې د پوتین سفر تر سیوري لاندي راوستی دئ

مسکو او لویدیځ هیوادونه د سوریې د کړکېچ پر سر په یوه خوله نه دي. کریملین د سوریې پر وړاندي له بندیزونو لگولو سره موافق نه دئ. د بشارالاسد رژيم د ډیر پخوا راهیسي له روسیې څخه وسلې رانیسي او د روسیې سمندري ځواک د مدیترانې له بندر څخه هم استفاده کوي.

د فبرورۍ په میاشت کې روسیې او چین د ملگرو ملتونو په امنیت شورا کي د سوریې پر وړاندې یو پریکړه لیک ویټو کړی وو.

په پام کې ده چي پوتین به د سه شنبې په ورځ په لویدیځ اردن کي د فلسطین له ولسمشر محمود عباس سره وویني. پر دې سربیره به هغه د اردن له ولسمشر پاچا عبدالله دوهم سره هم وویني.

دویچه ویله، ًٍآژانسونه/ سید ریاض
کتونکی: نجیب الله زیارمل