1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په 2008 کي بيا په جرمني کي د پناه غوښتونکو په شميرکي زياتوالی راغلي

۱۳۸۷ دی ۲۵, چهارشنبه

د اسوشيد پرس آژانس، د آلمان د ننه د چارووزارت له قوله لیکی چی په 2008 ميلادی کال کی آلمان ته په سلو کی 15.2 د سياسي پناه غوښتونکوپه شمير کی زیاتوالی راغلی او د دوي شمير 22000 ته رسيږی.

https://p.dw.com/p/GYAx
نوی سياسی پناه غوښتونکي زياتره عراقیان دی
نوی سياسی پناه غوښتونکي زياتره عراقیان دیانځور: DW-TV

څنګه چي په رپوټ کی ويل شوی دي، د 2001 ميلادی کال نه راپديخوا دا لمړي ځل دی چی دتير کال په پرتله آلمان ته زيات سیاسی پناه غوښتونکي راغلی دي . نوي سیاسي پناه غوښتونکی زیاتره عراقيان دی او په 2008 ميلادی کال کی د6800 څخه زیاتو عراقی اتباعو په آلمان کی د سياسي پناه غوښتني عريضي وړاندی کړي او د دوی استدلال په دی ټکي باندی متکی دی چي وايی په عراق کي امن او ثبات نشته. د 2007 ميلادي کال په پرتله په آلمان کی دعراقي سياسی پناه غوښتونکو په شمير کی تر 2500 پوری زیاتوالی ليدل کیږی. په 2008 ميلادی کال کی په آلمان کی د 7300کسانو د سیاسي پناه غوښتنو غوښتنلیکونو ته مثبت ځواب ويل شوی يا په بله ژبه د دوی سياسی پناه منل شوی چي په دغه ډله کی 5730 يي عراقیان دی. په دي توګه په 2008 ميلادی کال کی دټولو سياسی پناه غوښتونکوله جملی څخه په آلمان کی يواځي د په سلو کی د35 کسانو سياسی پناه منل شوي.

د ProAsyl يا د پناه غوښتونکو د پلوی سازمان په نامه ټولنه په دی اړوند وايي چی:

په دی وروستيو کلونوکی ډير لږ شمير سياسي پناه غوښتونکو ته دامکانات شته چي جرمنی ته راشی. او دا چي په 2008 ميلادی کال کی په آلمان کی د سياسي پناه غوښتونکو په شميرکي دتير کال په پرتله لږ څه زياتوالی راغلی دی علت يي دادی چی په 2007 ميلادی کال کي په بيساري ډول سره لږ شمير سياسی پناه غوښتونکي آلمان ته راغلی و. او که چيری آلمان ته په 2008 ميلادی کال کی دراغلي سياسی پناه غوښتونکو شميرچي په دقيق ډول سره 22085 ته رسيږی دهغه شمير سره پرتله شی چی د اوروپايی ټولنی نورو هیوادونو ته يواځی دسمندري لارو څخه راغلی او شمير يي 67000 ته رسیږی ، نو بیا هم آلمان ته ډیر سياسی پناه غوښتونکی ندي راغلي.

په هامبورګ کې د خارجي اتباعو اداره
په هامبورګ کې د خارجي اتباعو ادارهانځور: dpa

بيا هم په آلمان کی د سیاسی پناه غوښتونکو شمير دتيرو کلونو په پرتله ډير راټيټ شوي:

که څه هم په 2008 ميلادی کال کی د تير کال په پرتله آلمان ته يو څه زيات پناه غوشتونکی راغلی دي خو که چيري دغه شمير دتيرو لسيزو دپناه غوښتونکو دشمير سره پرتله شی بيا هم دومره ډير ندی. مثلا لس کاله دمخه به هر کال تر 100000 پوري پناه غوښتونکی آلما ن ته راتلل. او په 1992 ميلادی کال کی د دوی شمير حتی 440000 ته رسيده. د 1953 ميلادی کاله راهيسي په آلمان کي 3.2 مليونو کسانو دسياسی پناه غوښتنه کړی .

د آلمان د ننه د چارو وزير ولف ګانګ شایبله وايي چی دده هيواد هم د اروپايي ټولني اوهم ملګرو ملتونو د ټو لنی په چوکاټ کی د بشري مرستو او فعاليتونو په برخه کی ډيره فعاله ونده لری. د مثال په توګه آلمان د اروپايی ټولني د هغی پريکړی له مخی چي ويل شوی و بايد د دغی ټولنی غړی هیوادونه دی لس زره هغه عراقي پناه غوښتونکي ومنی چی په سوریه کی ژوند کوی . آلمان د دغي ډلی څخه 2500 کسان منلی چی په همدی وختونو کي به دغه هيواد ته راشی.

په 2008 میلادی کال کی وروسته له عراقه څخه وروسته آلمان ته دترکيي څخه 1400، له ويتنامه څخه 1042، کوسو څخه 879 او له ايران څخه 815 پناه غوښتونکی راغلی دی.