1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۸۰ مرکزونو کي صندوقونه غير قانوني ډک سوي

۱۳۸۹ شهریور ۲۹, دوشنبه

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو( فيفا) اجرايوي مشر جانداد سپين غر د دويچه ويلي سره په يوه ځانگړې مرکه کي ويلي دي چي په ۲۸ ولاياتو کي د ۲۸۰ مرکزونو صندوقونه په غير قانوني توگه ډک سوي.

https://p.dw.com/p/PHdM
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو ( فيفا) اجرايوي مشر جانداد سپين غر
د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو ( فيفا) اجرايوي مشر جانداد سپين غرانځور: DW

دويچه ويله: تاسو خو په ټول هيواد کي ۷۰۰۰ انتخاباتي څارونکي لرل ستاسو له نظره ټاکني څنګه تر سره سوې.

سپين غر: د افغانستان په دننه کي شپېته سلنه ټول مراکز زموږ تر پوښښ لاندي ول، او لومړني معلومات دا په ډاګه کوي چي د جعلي کارۍ مسله، تر ټولو غټه درغلي وه، د رايو د صندوقونو ډکول په ناقانونه توګه وليدل سول هغه په دې معني چي زموږ څارونکو په ۲۸ ولايتونو کي د۲۸۰ مرکزونو راپور ورکړي چي، په غير قانوني توګه صندوقونه ډک سوي دي.

دويچه ويله: ډيرصندقونه په کومو ولايتونو کي په ناقانونه توګه د رای پاڼو ډک شوي ول؟

سپين غر: ما وويل چي په ۲۸ ولايتونو کي سوي، بدخشان، دايکندي، هلمند، لوګر، قندهار، کاپيسا، خوست، ميدان وردګ، زابل او اورزګان هغه ولايتونه دي چي پکښي ډير د رايو صندوقونه په ناقانونه توګه په راي پاڼو ډک سوي دي. همدا راز په دي لړ کي دوهمه جعل کاري د نارينه وو د خوا د ښځو د کارتونو په واسطه د رايي ورکولو مسله وه.

متاسفانه چي د ۲۴ ولايتونو په ۳۱۶ مرکزونو کي زموږ څارونکو د دغه راز جعل کارۍ بيلګي ثبت کړي دي.

دويچه ويله: دغه ډول جعل کارۍ ډيري د چا له لوري تر سره سوي؟

سپين غر: دغه تقلب عادي رايه ورکونکو کړی. خو دا چي تر شا يې د چا لاس دی، د حکومت دی که د بل چا په دې اړه نه غواړم چي اوس خبري وکړم.

دويچه ويله: ايا ستاسو څارونکو داسي پيښي ندي ثبت کړي چي د حکومت کسان راغلي وي او په نيغه توګه درغلۍ کي ښکيل سوي وي؟

سپين غر: حکومت د افغانستان حکومت دی، خلک د افغانستان خلګ دي، د ټاکنو د کمېسيون کسان افغانان دي،حکومتي کسان هم ليدل سوي چي په درغليو کي ښکيل سوي خو د انتخاباتو په ورځ د غير مسؤلو کسانو د ګواښونو بيګلي هم سته. لکه څنګه چي ما وويل موږ د صندوقونو د ډکولو ډيري بيلګي ثبت کړي چي دغه مسله د جعل کارۍ په لومړۍ کټګورۍ کي راځي.

په دوهمه کټه ګورۍ کي د نارينه وو له لوري د ښځو په کارتونو د رايو ورکولو مسله ده چي ډيری پيښي يي په لوګر، خوست، زابل، غور، پکتيا، تخار، دايکندي، ارزګان، کاپيسا او کندهار کي زموږ د څارونکو له لوري ثبت سوي دي.

په دريمه کټګورۍ کي د جعلي کارتونو د کارولو مسله راځي.

زموږ څارګرو په ۲۲ ولايتونو کي په ۳۵۲ مرکزونو کي دغه ډول پيښي چي ځيني کسانو جعلي کارتونه کارولي ثبت کړي دي.

د دغه ډول ډيري پيښي په غور، کابل، کنر، پکتيا، زابل تخار ننګرهار غزني او داسي يو شمير نورو ولايتونو کي ثبت سوي دي.

زه تاسو ته ويلاي سم چي له يو ځل نه د ډيرو رايه اچولو ستونزه د ۳۲ ولايتونو په ۱۲۲۸ مرکزونو کي ليدل سوې او زموږ د څارونکو له لوري ثبت سوې ده.

دوچي ويلي: تاسو وويل چي د ښځو په کارتونو رايي ورکړل سوي دي.ايا داسي کار امکان لري، په داسي حال کي چي د رايو په کارتونو کي د ښځو نومان او يا انځورونه هم سريښ وي؟

سپين غر: په هغو ولايتونو کي چي نارينه وو د ښځو په کارتونو رايي ورکړي هلته د انتخاباتي مرکزونو ښځينه کارمنداني نه وي. د پکتيکا په څير په يو شمير ولايتونو کي په ټولو ښځينه محلاتو کي نارينه وو کار کاوه او همدا يي لامل وو چي تخطۍ رامنځ ته سوي دي.

دويچه ويله: که دې کار ته د کميسيون لخوا اجازه ورکړل سوې وي. نو ايا د ټاکنو کميسيون په خپله په جعل کارۍ کي لاس نه لري؟

سپين غر: کمېسيون اجازه ورکړې خو په تخلف کي خلګ هم دخيل دي، او دا چي خلک ځان له قانون څخه بي خبره ساتي دا هم جرم دی.

دويچه ويله: د دغه ټولو ستونزو سره سره د ټاکنو پروسه ستاسو د منلو وړ ده؟

سپين غر: په دې کي شرط موجو دی، ايا په پاته پړاونو کي د ټاکنو کميسون د لومړنيو پايلو د مخه دا صلاحيت لري چي هغه سيمي او هغه مراکز چي دوی تقلب پکښي ليدلی قرنطين کړي او ددې لاري قانوني او غير قانوني رايي جلا کړي که څنګه.

دويچه ويله: تاسو د افغانستان د عادلانه او آزادو ټاکنو د بنسټ د يوه مشر په توګه څومره ډاډمن ياست چي دغو ستونزو ته به رسيدګي وسي؟

سپين غر: موږ په دې اميد يو چي ټولو شکايتونو ته رسيدګي وسي.د ټاکنو کمېسون قانوني صلاحيت اوکافي امکانات لري. هغوی هم د انتخاباتو د ورځي په اړه ټول معلومات لري چي څه تيرسوي. ډير داسي مسايل دوی په خپله هم په ګوته کړي دي.

مرکه کونکی: ميرويس جلالزی

کتونکی: نجيب الله زيارمل