1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰۵۰ کال کي به د هند نفوس تر چين ډير سي

شمس الرحمان ناصر/ دويچه ويله۱۳۹۲ مهر ۱۰, چهارشنبه

د یوې نوي څېړنۍ له مخي په۲۰۵۰ کال کې به د نړۍ د وگړو شمیر۹،۷ ميلياردو ته ورسیږي. اوس د مځکي د کرې پر مخ ۷،۱ ميليارده انسانان ژوند کوي. د دغې څېړني پر بنسټ هندوستان به د وگړو د شمیر له مخي د نړۍ تر ټولو لوی هیواد وي.

https://p.dw.com/p/19sfu
انځور: picture-alliance/dpa

په فرانسه کې د دیموگرافیکي مطالعاتو انستیتیوت (Ined) د یوې نوي څېړني رپوټ خپور کړی دی چې له مخې به يي د رواني پيړۍ تر پایه پوري د مځکي د کرې پر مخ د انسانانو شمیرله۱۰ ميلياردو څخه تر ۱۱ ميلياردو پوري ورسیږي. دغه اداره په کال کې دوه واري د نړۍ د نفوس په هکله رپوټونه خپروي.

د فرانسې خبري آژانس په حواله چین د۱،۳ ميليارده نفوس په درلودلو سره اوس د نړۍ تر ټولو د ډېر شمېر وگړیو لرونکی هیواد دی. تر چین وروسته په دوهم ځای کي هندوستان دی چي ۱،۲ ميليارده نفوس لري.

امریکا د ۳۱۶،۲ میلیونه وگړو په درلودلو سره دریم، اندونيزيا د ۲۴۸ میلیونه وگړو په درلودلو سره څلورم او همدارنګه برازیل د ۱۹۵،۵میلیونه نفوس په درلودلو سره پنځم ځای لري.

د (Ined) د څېړنې له مخي په۲۰۵۰ کال کې به هندوستان د ۱،۶ ميلياردو نفوس په درلودلو سره د نړۍ تر ټولو د زیات نفوس درلودونکی هیواد وګرځي. چین چي اوس ۱،۳ ميليارده نفوس لري په هغه وخت کې به د نفوس له مخي دوهم ستر هيواد وي.

په نړۍ کي اوس چين تر ټولو ډير نفوس يعنی ۱،۳ ميليارده لري
په نړۍ کي اوس چين تر ټولو ډير نفوس يعنی ۱،۳ ميليارده لريانځور: Hans-Georg Esch

د (Ined) په نامه د دغې فرانسوۍ ادارې د څېړنو د شمېرو پایلي د ملګروملتونو، نړیوال بانک او یو شمیر نورو مهمو ادارو له خوا د ترسره شوو څېړنو له پایلو سره سمون خوري.

د ملګروملتونو له خوا د یوې ترسره شوي څېړني پایلي د روان کال په جون میاشت کې خپرې شوې. د دغې څېړني پر بنسټ د رواني پېړۍ تر نیمايي پوري به د نړۍ د وګړو شمیر۹،۶ ميلياردو ته ورسیږي. رپوټ زیاتوې چي د مځکې پر مخ تر۶۰ کالو د زيات عمر لرونکو کسانو شمېر چې اوس ۸۴۱ میلیونه دی په ۲۰۵۰ کال کې به دوو ميلياردو ته ورسیږي، په داسي حال کې چې د راتلونکي پېړۍ په پيل کې به د دوی شمیر درې ميلياردو ته لوړ شي.

د (Ined) د رپوټ پر اساس افریقا به په ۲۰۵۰ کال کې د ټولي نړۍ د نفوس د یو پر څلورمي برخي یعنی ۲،۵ميلياردو وګړو کور وي. دغه شمیر د افریقا له اوسني نفوس يعنی ۱،۱ څخه به دوه چنده زیات وي.

د رپوټ د لیکوال ګلیس پيسن، په حواله په افریقا کې اوس مهال په اوسط ډول یوه ښځه ۴،۸ ماشومان زیږوي چې دا شمیر د ۲،۲ په مقابل کې ډیر لوړ دی.

په اوس وخت کې د امریکا په وچه کې د نفوس شمیر ۹۵۸ میلیونو ته رسیږي، په داسي حال کي چي د آسیا په براعظم کي چي اوس ۴،۳ ميليارده انسانان ژوند کوې تر۲۰۵۰ کاله پوري به يي شمیر ۵،۲ ميلياردو ته ورسیږي.