1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰۱۷ کال کې اروپا ته لږ مهاجر راغلي دي

۱۳۹۶ دی ۲, شنبه

د اروپايي اتحاديې د سرحدونو د ساتنې آژانس «فرونتکس» د ارقامو له مخې، په ۲۰۱۷م کال کې اروپايې اتحاديې ته د غيرقانوني داخل شویو مهاجرو شمير د تيرکال په پرتله شاوخوا نيمايي ښکته شوی دی.

https://p.dw.com/p/2ps36
Griechenland Flüchtlingscamp Moria Symbolbild
انځور: Getty Images/AFP/A. Messinis

په ځانګړې توګه د جون او جولاي مياشتو په دننه کې د هغو مهاجرو په شمير کې ډير کموالی رامنځ ته شوی دی کوم چې له ليبيا څخه د مديترانې سمندرګي پر مرکزي لاري ايتاليا ته رسيدلي دي. دغه شميره له ۲۴۸۰۰ څخه ۱۰۱۶۰ ته راښکته شوې ده.

خو د دې برخلاف اسپانيا ته د رسيدلو مهاجرو شمير بيا لوړ دی. د «فرونتکس» د رپوټ په حواله، په اسپانيا کې د ۲۰۱۷ کال له جنورۍ څخه د نوامبر مياشتې تر پايه پورې (۱۱ مياشتې)۲۱ زره او ۱۰۰ تنه غيرقانوني مهاجر راجستر شوي دي. دغه ارقام د ۲۰۱۶ کال په پرتله ۱۴۰ سلنه لوړ دي. ډيری کسان چې له دغې لارې اروپا ته سفرونه کوي، د مراکش، الجزاير او د لويديځې افريقا له هيوادونو څخه دي.

د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ نه تر نوامبر مياشتې پورې، يونان ته ټول ټال ۳۷ زره او ۹۰۰ تنه مهاجر رسيدلي دي. دغه ارقام د تيرکال په پرتله ۸۰ سلنه ښکته دي. يونان ته رسيدلي مهاجر اکثره يې د افغانستان، عراق او سوريې څخه دي. د «فرونتکس» پر وينا، د هغو مهاجرو په شمير کې هم کموالی رامنځ ته شوی دی چې د لويديځ بالکان پر لارو اروپا ته راځي.

د جنورۍ څخه تر سپتامبر مياشتې پورې په لمړي ځل په اروپايي اتحادیه کې په مجموعي توګه ۴۷۷ زره او ۳۸۰ غیراروپايي اتباعو د پناه غوښتنې درخواستونه ورکړي دي. دغه ارقام د تيرکال په پرتله ۵۰ سلنه ښکته دي. په دغو پناه غوښتونکو کې ډيری يې د افغانستان، سوريې او نايجريا هيوادونو څخه دي. خو د وينزویلايي مهاجرو شمير د ۲۰۱۷ کال د جولاي او سپتامبر مياشتو په دننه کې لوړ شوی دی.

په آلمان کې د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ او نوامبر مياشتو په دننه کې ۱۸۴ زره او ۷۹۶ تنو د پناه غوښتنې درخواستونه ورکړي دي. په دغو درخواستونو کې تر ټولو زيات يې په «نورد راین ويستفالن» ايالت کې سپارل شوي دي. په دغو مهاجرو کې ډيری يې د افغانستان، عراق او سوريې هيوادونو اتباع دي.

آلمان دغه راز د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ مياشتې راهيسې ۳ زره او ۷۹۷ سوريايي مهاجر د اروپايي اتحاديې د کورنيو د بيا ځای پرځای کيدو د پريکړه ليک له مخې هم منلي دي. آلمان د دغه توافق پر اساس، له ایتاليا او يونان څخه هم ۹ زره او ۱۶۹ تنه مهاجر منلي دي.

د «يورو پارامتر» ادارې د يوې تازه نظر سنجې له مخې چې د سه شنبې په ورځ خپره شوې، ۷۲ سلنه اروپايان د مهاجرت د يو ګډ سياست پلويان دي. يوازې ۱۹ سلنه ځواب ورکونکو له دغه کار سره مخالفت ښودلی دی.

nka, af (kna)