1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په ۲۰۱۶م کال کې په آلمان کې ۲۱۲۰ مهاجر قبول شوي

۱۳۹۶ تیر ۱۶, جمعه

په ۲۰۱۶م کال کې د ۲۱۲۰ تنو د پناه غوښتنه منل شوې ده. په همدغه میلادي کال کې له افغانستان څخه ۳۸۰۹۰ پناه غوښتونکي آلمان ته راغلي دي. آلمان ته راتلونکي زیاتره کډوال له سوریې، عراق او افغانستان سره تړاو لري.

https://p.dw.com/p/2g7Ge
Minderjährige Flüchtlinge in einer deutschen Schule

د آلمان پارلمان یا بوندستاگ د معلوماتو له مخې په ۲۰۱۶م کال کې د ۲۱۲۰ تنو د پناه غوښتنه منل شوې ده. پر دې سربیره ۲۵۴۰۱۶ تنو د مهاجرو په توگه حفاظت تر لاسه کړی دی او همداشان ۱۵۳۷۰۰ تنو فرعي حفاظت تر لاسه کړی دی. فرعي حفاظت هغه څوک تر لاسه کوي چې په خپل اصلي ټاټوبي کې په سیاسي توگه تر تعقیب لاندې نه وي، خو د بشري عواملو له لحاظه په آلمان کې تر یوه ټاکلي وخت پورې حفاظت تر لاسه کوي.

همداشان په ۲۴۰۸۴ مواردو کې د اخراج د ممانعت تشخیص شوی دی. دغه ارقام د آلمان حکومت د کیڼ اړخي فراکسیون د یوې پوښتنې په ځواب کې ورکړي دي.

په ترتیب سره له سوریې، عراق او افغانستان څخه زیات کډوال آلمان ته راغلي دي. په ۲۰۱۶م کال کې له سوریې څخه ۲۸۸۹۹۲، له عراق څخه ۴۸۱۵۲ او له افغانستان څخه ۳۸۰۹۰ تنه آلمان ته د پناه غوښتونکو په توگه راغلي دي.

د دغو معلوماتو له مخې د ۲۰۱۷م کال تر اپریل میاشتې پورې ۱۱۶۱ تنه د مهاجرو په توگه منل شوي دي. همداشان په همدې میلادي کال کې ۶۰۲۱۲ تنو د مهاجرو په توگه او ۵۱۹۷۸ تنو فرعي حفاظت تر لاسه کړی دی. او د هغو کسانو چې د اخراج د ممانعت تشخیص یې شوی دی شمیر یې ۱۸۸۶۷ تنو ته رسیږي.

په ۲۰۱۷م کال کې بیا هم تر ټولو زیات مهاجر له سوریې څخه آلمان ته راغلي دي چې شمیر ۴۷۸۱۳ تنو ته رسیږي. له افغانستان څخه ۲۸۳۲۱ تنه او له عراق څخه ۲۲۸۹۰ تنه پناه غوښتونکي آلمان ته راغلي دي. په روان میلادي کال کې د ۶۲ سوریایانو، ۱۲۵۸۰ عراقیانو او ۳۲۴۰۳ افغانانو د پناه غوښتنه رد شوې ده.

د آلمان د کډوالو او مهاجرو چارو فدرالي اداره کې د روان میلادي کال د می میاشتې تر پای پورې د ۲۰۱۶ او پخوانیو کلونو د شا او خوا ۱۱۴۰۰۰ قضیو په هکله کومه پریکړه نه وه شوې. ویل شوي دي چې د ۲۰۱۷م کال تر پای پورې تر ۵۰ زره زړو دوسیو ته رسیدگي هدف ټاکل شوی دی.

د کوم مسلک خلک په آلمان کې ژر کار تر لاسه کولای شي؟ (له آرشیف څخه):