1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰۱۵ کال کې تر ۴۰ میلیونو ډیر کسان بې ځایه شوي

د آلمان خبري آژانس۱۳۹۵ اردیبهشت ۲۲, چهارشنبه

په ۲۰۱۵ کال کې د جګړې له کبله د ۸،۵ میلیونه بې ځایه شویو کسانو په ډله کې نیمایي یې د منځي ختیځ اوسیدونکي دي. پر دې سربیره په ۲۰۱۵ کال کې د کورني بې ځایه شویو شمیر تر بل هر وخت ډیر لوړ شوی.

https://p.dw.com/p/1IlTD
Jemen bei Taez Transport Hilfsgüter
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Alseddik

په ۲۰۱۵ کال کې د کورني بې ځایه شویو کسانو شمیر ۴۰،۸ میلیونه انسانانو ته رسیږي چې تر بل هر وخت لوړه شمیره ده. دا ارقام د ناروې د کډوالو مرکز او په جینوا کې د کورني بي ځایه شویو د څار مرکز له خوا په یوه ګډ خپور شوي رپوټ کې راغلي دي.

د ناروې د کډوالو مرکز عمومي منشي جان ایګلند، ویلي دي: «دا تر بل هر وخت لوړه ثبت شوې شمیره ده او په نړۍ کې بیا د کډوالو د شمیر دوه برابره لوړه ده.»

په رپوټ کې همداراز راغلي دي چې په ۲۰۱۵ کال کې همداراز ۸،۶ میلیونه انسانان له خپلو هیوادونو څخه هم بې ځایه شوي دي چې ډیری یې د عراق، سوریې او یمن هیوادونو دي.

په منځني ختیځ کې د ناروي د کډوالو مرکز سازمان مشر کارستن هنسن، ویلي دي: «په داسې حال کې چې د نړیوالو توجه هغو کډوالو ته اړول شوې ده چې له دې سیمې وځي، خو په منځینې ختیځ کې په میلیونونو بې ځایه شوي کسان شته. په دې ځای کې د بې ځایه شویو کسانو شمیر د نړۍ د نورو ټولو برخو له بې ځایه شویو څخه لوړ دی.»

په سوریې او عراق کې د بې ځایه شویو کسانو شمیر د تیر کال په پرتله ۱،۳ او ۱،۱ میلیونه لوړ شوی دی. له دې سره د هغو میلیونونو کسانو شمیر چې لا وختي په دې هیوادونو کې د جګړو له کبله خپلو هیوادونو پریښودو ته اړ شوي دي، لا پسې لوړ شوی دی.

په یمن کې بیا په تیر کال کې ۲٬۲ میلیونه کسان بې ځایه شوي دي چې یو لامل یې په دې هیواد کې د سعودي عربستان په مشرۍ د یوه ایتلاف هوایي بریدونه دي.

د منځني ختیځ د بې ځایه شویو کسانو څه نا څه یو میلیون یې په ۲۰۱۵ کال کې اروپا ته ورسیدل خو کارپوهان وایي چې دا د جګړو له کبله د بې ځایه شویو ډیره کم شمیره ده. هنسن ویلي دي: «په داسې حال کې چې بډایه او باثباته هیوادونه داسې تدابیر سنجوي چې پناه غوښتونکي له خپلو پولو لیرې وساتي، په میلیونو بې ځایه شوي کسان اوس هم په خپلو هیوادونو کې په داسې حال کې چې مرګ یې یوازې په یو قدمۍ کې دی، بند پاتې دي.»

کولمبیا، کانګو، عراق، سویلي سودان او سودان هیوادونه د بې ځایه شویو کسانو د شمیر له لحاظه د جوړ شوي نوملړ په سر کې دي. پر دې سربیره په رپوټ کې راغلي دي چې ۱۹،۲ میلیونه نور کسان بیا د طبیعي افاتو له کبله هم خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي دي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب