1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ۲۰۱۰ کال کي د افغانستان حالاتو ته لنډه کتنه

۱۳۸۹ دی ۸, چهارشنبه

2010 کال د افغانستان لپاره بيا هم د تيرو کلونوو په څير پر محدودو پرمختګونو سربيره له ناخوالو ډک وو.

https://p.dw.com/p/Qku5
دغه کال د افغانانو دپاره تر ټولو خونړۍ کال بلل کيږي
دغه کال د افغانانو دپاره تر ټولو خونړۍ کال بلل کيږي

د دغه کال په اوږدو کي بيا هم تقريباً هره ورځ د جنګ جګړو رپوټونه ورکول کيدل چي مرګ ژوبلي به هم ورسره وي.

افغانانو په ۲۰۱۰ کال کي پآرلماني ټاکني تر سره کړي.

پارلماني انتخابات که څه هم په ديموکراتيکو ټولنو کي يو لوي تحول بلل کيږي خو په افغانستان کي د خوشبينو وروسته په يوې لانجي واوښتې چي تر اوسه پوري هم ورته حل لاره نده موندل سوي.

د سنبلي مياشتي په اوويشتمه نيټه په مليونونو تنه افغانان د دولت ضد اورپکو د ګواښونو سره سره د رايو د صندوقونو په لور ورغلل او خپلي رايي يي وکارولي.

جمهور ريس کرزي د انتخاباتو ورځي په لومړيو شيبو کي وويل:

« دا د خوشبختۍ ورځ ده چي نن افغانان خپل برخليک په خپله ټاکي، دا يوه تاريخي ورځ ده، ټول افغانان دي د رايو په بهير کي برخه واخلي».

خو لا کمو خلکو رايي نه وې کارولي چي د انتخابتو پر بحير نيوکي پيل سوي.

« زما د ګوتو رنګ پاک سو، دا ستونزه بايد نه وای راغلې، دا تقلب ښيي».

د ۲۰۱۰زيږديز کال د مرګ ژوبلي له پلوه هم د ميشتو بهرنيو سرتيرو او هم افغانانو ته يو خونړۍ کال وو.

امريکايي ځواکونه د خپلو ملگرو د وير په مراسیمو کي
امريکايي ځواکونه د خپلو ملگرو د وير په مراسیمو کيانځور: AP

تر اوسه پوري د وژل سويو بهرنيو سرتيرو شميره شاوخوا ۷۱۰ تنو ته رسيږي چي د طالبانو د واکمنۍ تر را پرزيدو را وروسته د بهرنيو سرتيرو لپاره تر ټولو غټه شميره ده.

په دغه کال کي په زرګونو تنه افغانان هم په بيلا بيلو پيښو اوچاودنو کي ووژل سول.

د ۲۰۱۰ کال په اوږدو کي د نړۍ د بيلا بيلو هيوادونو مشرانو افغانستان ته سفرونه درلودل.

د امريکا له ولسمشر بارک اوباما پيل بيا د آلمان تر صدراعظمي انګيلا ميرکل ا و د پاکستان او ايران تر ولسمشرانو پوري.

خو اوباما له افغان ولسمشر سره له کتو دمخه له افغانستان څخه بيرته لاړ د سياسي چارو شنونکي دا مسله کرزي ته ښه نه ارزوي.

د ۲۰۱۰ کال په اوږدو کي تر بل هر وخت د افغانستان او امريکا تر منځ اړيکي خرابي وښودل سوي.

د امريکا او کابل تر منځ هغه مهال اړيکي ډيري ترينګلي سوې چي نيويارک ټايمز ورځپاڼي له ايران څخه ولسمشر کرزي ته د پټو نغدو پيسو د انتقال معامله بربنډه کړه، هغه معامله چي کرزي هم ومنله.

خو ولسمشر کرزي وويل چي له بهرنيانو سره اوس صفا خبري کوي.

« له خارجيانو سره اوس په ژبه پوه يو، پخوا هغوی زموږ سره په ژبه نه پوهيدل، دا زموږ مسوليت دي چي خپل کار په خپله وکړو او ژر يې وکړو او په سمه يي تر سره کړو».

د ۲۰۱۰ کال پر مهال د افغانستان په اقتصادي ډګر کي هم ځيني پرمختګونه او ځيني کړکيچونه را منځ ته سول.

په همدي کال کي د کابل بانک په نامه د يو ستر خصوصي بانک ډيوالي کيدو په بانکي نظام باندي د افغانانو د بې باورۍ عامل سول.

عام وگړي د کابل بانک څخه د خپلو شته منيو د را ايستلو په تمه
عام وگړي د کابل بانک څخه د خپلو شته منيو د را ايستلو په تمهانځور: picture alliance/dpa

مرکزي بانک د کابل بانک د مشرانو شتمنۍ په ملک کي دننه کنګل کړي او د خلکو انديښنو ته يي پر وخت ځواب ورکړ.

«د افغانستان مرکزي بانک په ټول قوت او قاطعيت د کابل بانک تر شا ولاړ دي او ملاتړ يي کوي».

د۲۰۱۰ کال په اوږدو کي د ولسمشر کرزي له لوري د سولي مشورتي جرګه جوړه سوه.

په دغه جرګه کي له طالبانو سره د خبرو پر ميکانيزم خبري وسوې او پر دغه جرګه د ناکام ترهګريز بريد وروسته د کورنيو او ملي امنيت ادارو مشران له دندو ګوښه سول.

که څه هم د سولي عالي شورا جوړيدو ته طالبانو بيا هم د نه ځواب ورکړ خو د دغي شورا مشر برهان الدين رباني وويل:

NO FLASH NATO Gipfel Portugal Lissabon November 2010
انځور: AP

« کيدای سي چي طالبان دننه راسي، له ما سره خبري وکړي، ځيني طالبانو دا پيشنهاد کړی چي کيدای سي موږ يو له بل سره وګورو، يا هغوی راسي يا موږ دريم ځای ته د هغوي د امنيت په تظمين ورسو».

د همدې کال په اوږدو کي افغان ولسمشر د شخصي امنيتي کمپنيو د تړل کيدو امر وکړ.

دغه کار که څه هم يو شمير هغه هيوادونه چي په افغانستان کي ماموريت پر مخ بيايي ناراضه کړل خو د کورنيو چارووزارت د جمهورريس د دغه پريکړي په عملي کولو ټينګار وکړ.

د ۲۰۱۰ کال په اوږدو کي که څه هم په کندهار او هلمند کي د طالبانو پر ضد پراخ عمليات تر سره سول، خو دولت ضد جنګياليو شمالي ولايتونو ته مخه کړه او هلته يي امنيتي ننګوني رامنځ ته کړې.

د همدې کال په ورستيو کي د پرتګال په پلازمينه ليزبن کي د افغانستان په اړه د ناټو تړون د غړو هيوادونو له لوري مهمه غونډه وسوه.

Friedens-Dschirga in Kabul Afghanistan Hamid Karzai Flash-Galerie
انځور: AP

د غونډي يوه پريکړه افغان ځواکونو ته په تدريجي توګه د امنيت د سپارلو مسله وه.

خو افغان دولت هم هغه مهال وويل چي يوه مهمه طرحه له ځان سره سرمشريزي ته وړي.

«د ليزبن غونډي ته يوه طرح لرو، هغه به ولسمشر په خپله وينا کي وړاندي کوي چي افغان دولت څه غواړي او افغان دولت ته به د مسوليتونو د سپارلو لړۍ څرنګه تر سره کيږي».

د ۲۰۱۰ کال د وروستۍ مياشتي په لومړيو ورځو کي د اقتصاد په برخه کي د افغانستان، هند، پاکستان او ترکمنستان تر منځ مهمه هوکړه وسوه.

د دغي هوکړي له مخه به د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لاري پاکستان او بيا هند ته انتقاليږي.

که څه هم د دغي پروژې د خوندي توب په اړه تر اوسه انديښني پر خپل ځای پاته دي خو افغان دولت وايي چي په پلي کيدو به يي هر کال په سلګونو مليونه ډالره افغانستان ته راسي.

د ۲۰۱۰ کال حالاتو ته په کتو سره اوس د ۲۰۱۱ کال لپاره هم د افغانانو وړاندويني د حالاتو په برخه کي د خړ اسمان خبري کوي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل