1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانی ټولنه کی د خلکو تر منځ د تفاهم رامنځته کېدل او یو د بل سره زغمل

۱۳۹۰ فروردین ۲, سه‌شنبه

افغانستان چه د ډيرو قومونو څخه جوړ دی، او پکښی قومی او ژبنی پرابلمونه موجود دي، یو د بل زغمل ډېر اهمیت لری .دلته د دوی تر منځ د نژدېوالی او ورورولي په خاطردمدنی ټولنو اوسیاسی مؤسسو رول څېړل کیږی

https://p.dw.com/p/M9E3
انځور: DW / Wahidy

د (واوره او زده کړه) په خپرونه کی د تفاهم او زغم پروګرامونه هغه طریقې بیانوی چی د هغو پراساس مختلف قومونه او د مذهبو پیروان څنګه په امن کی سره ګډ ژوند وکړي .دوی یو د بل سره خبری وکړی، سره کښېنی ، جرګې وکړی، پرابلمونه بیان او د هغوی د له منځه وړلوپه لار کی په صداقت سره ګامونه پورته کړی . سپین ږیری او مشران ځانونه مکلفه وبولی او ځوانانو ته لارښوونی وکړی تر څو په هغو کی د زغم او تفاهم روحیه تقویه سي . ددغه پروګرام په مختلفو برخو کی به همدارنګه د ځوانانو او نوو ځوانانو د رول په باب هم خبری وسی ، چی څنګه دوی کولای سی د مختلفو قومونو او مذهبود پیروانو تر منځ د ورورولۍ او یووالی روحیه تقویه کړی.