1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یونان کې انساني قاچاقبران څه ډول فعالیت کوي؟

۱۳۹۸ آبان ۲۸, سه‌شنبه

د پولو د محدودیتونو سربیره، له یونان څخه لویدځې اروپا ته د انسانانو قاچاق ادامه لري. د «انفومایګرانتس» خبریالان خپلې موندنې تشریح کوي چې په دغه برخه کې د ځینو فعالیت کوونکو سره یې د لیدو په پایله کې ترلاسه کړي.

https://p.dw.com/p/3THWU
Flüchtlingsnot in Athen Griechenland
انځور: DW/P.Zafiropoulos

یو ساعت وخت نیسي چې د یونان په آتن ښار کې په اصطلاح د قاچبرانو پټنځای پیدا کړو. اوریدلي مو وو چې د امونیا څلور لارې هغه ځای دی چې په آتن کې د انساني قاچاق وړونکو د فعالیت په هکله معلومات تر لاسه شي. دغه څلور لارې داسې سیمه ده چې د خلکو ګڼه ګوڼه په کې زیاته ده او کیدای شي د بهرنیانو په ځانګړې توګه د پناه غوښتونکو پراخه حضور په کې محسوس شي. په دغه سیمه کې د آسیايي مهاجرو اړونده په سلګونو دوکانونه او تجارتي مرکزونه فعالیت لري. د دغه څلورې لارې په شا او خوا کوڅو کې د قدم وهلو پر مهال سړی د افغانستان، پاکستان، هندوستان، بنګله دیش او عربي هیوادونو په لسګونو اتباعو سره مخامخ کیږي.

تر پنځه دقیقو وروسته مو احساس کړه چې د خپل نظر اړونده ځای ته نزدې شوي یو. د غرمې مهال وو او لازمه مو وګڼله چې په یوه پاکستاني رستورانت کې غرمنی وخورو. زموږ د میز تر څنګ دوه پاکستانیانو هم د غرمې د ډوډۍ پر خوړولو بوخت وو. هغوی وویل چې تازه دغه ښار ته راغلي دي. له دغو دوو ځوانانو یوه وویل: «موږ غواړو د [انساني] قاچاقبرانو په مرسته، آلمان، ایټالیا او یا هم فرانسې ته ولاړ شو.»

په یونان کي مهاجر او د هغوی بې شمیره ټپونه

په لومړي سر کې موږ ته یو څه ګرانه بريښده چې داسې څوک پیدا کړو چې د انساني قاچاق په سازمانولو کې نقش ولري. خو د رستورانت دننه او دباندې له یو شمیر کسانو سره د لنډو خبرو وروسته متوجه شو چې دا کار دومره ګران نه دی. ما او همکار مې ځانونه مهاجر ښوولي وو، ځکه چې د رستورانت څخه د باندې یو شمیر پاکستاني وګړو چې سګریټ یې پلورل موږ ته سپارښتنه کړې وه چې له قاچاقبرانو سره د مخامخ کیدو په صورت کې خپل اصلي هویت و نه ښيو. هغوی خبرداری راکړی وو چې کیدای شي دا کار «ستاسو له پاره خطرناک وي.»

تر لسیو دقیقو وروسته موږ هغه قهوه خانې ته ورسیدو چې د نورو رستورانونو په څیر وو. یوازینی توپیر یې دا وو چې تر قهوه خانې د باندې درې کسان ناست ول او په غیر معمولي ډول یې په کنجکاوۍ پېل وکړ. هغوی په خپلو لومړیو جملو کې هڅه وکړه پوهه شي موږ څوک یو او دلته په څه پسې راغلي یو.

تر شلو دقیقو لومړنیو خبرو وروسته، اصلي موضوع ته داخل شو او ومو ویل چې له موږ څخه یو غواړي آلمان ته ولاړ شي. یو کس چې شا او خوا ۵۰ کلن وو وویل: «اوس هم خلک په مرتب ډول له یونان څخه آلمان، فرانسې، ایټالیا او آسپانیا ته ځي. پخوا به خلکو په ډله ایزه توګه هڅه کوله چې له پولو تیر شي خو اوس روښانه ده چې دغه لار تړل شوې ده او د دغې لارې په اطرافو کې د پولیسو ګرځیدل ډیر شوي دي. اوس قاچاقبران پناه غوښتونکي د شپې له خوا د درو او څلورو کسانو د ډلې په شکل د ځنګلونو او د هغو لارو له پولو اړوي چې ګزمه په کې نه وي. ټولې پولې نه دي تړل شوي او هغوی نه شي کولی د ټولو پولو په اوږدو کې پولیس وګماري.»

Griechenland Syrische Flüchtlinge
انځور: Getty Images/AFP/S. Mitrolidis

په اصل کې دغه کس غوښتل په خپلو څرګندونو سره ډاډ راکړي او موږ اصلي موضوع ته داخل شو. هغه دې ته هم اشاره وکړه چې پر دې لارو باندې د سفر لګښت له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ یورو پورې رسیږي.

شا او خوا یو ساعت وروسته مو اساسي پوښتنه مطرح کړه چې «څرنګه یو کس کولای شي مرکزي اروپا ته ولاړ شي؟» یو بل کس چې زموږ د میز تر څنګ ناست وو، ځواب راکړ: «تاسو کولی شئ د الوتکې او یا د ځمکې له لارې ولاړ شئ. دا په دې پوره اړه لري چې تاسو څومره پیسې لرئ.» دغه کس موږ ته وویل: «تاسو کولای شئ زیات کسان پیدا کړئ چې په مناسب نرخ له تاسو سره مرسته وکړي.»

داسې بریښي چې دغې درې واړه کسان په دې برخه کې تجربه لري. هغوی زموږ د توجه د را اړولو په موخه عمومي معلومات وړاندې کړل خو د دقیقو معلوماتو له وړاندې کولو یې ډډه وکړه. کله چې مو له هغوی پوښتنه وکړه چې څرنګه کولای شو له انساني قاچاق وړونکي سره په اړیکه کې شو، نو له دغو کسانو یوه یې د رستورانت مسوول ته غږ وکړ.

یو ځوان کس راغی او له موږ یې وپوښتل چې څه ډول اسناد لرو. او زیاته یې کړه: «د شپې نهه بجې راشئ او خپل ټول اسناد له ځانه سره راوړئ. موږ به د دقیق نرخ، د مهاجرت د لارې او هغه کس چې په لاره کې له تاسو سره ملتیا کوي په هکله خبرې وکړو.»

تصمیم مو ونیو چې تر ماسپښین وروسته ویکتوریا پارک ته چې د «افغانانو په پارک» مشهور شوی ولاړ شو. وخت ناوخته داسې رپوټونه ورکول کیږي چې ګنې په دغه ځای کې عجیبه پيښې رامنځ ته کیږي. په دغه پارک د بیلا بیلو هیوادونو پناه غوښتونکي په ځانګړې توګه افغانان د ورځې او د شپې له خوا هلته حضور لري.

له یو شمیر ځوانانو سره تر خبرو اترو وروسته له یوه متوسط عمر لرونکي کس سره مخامخ شو. له دې سړي سره مو خبرې پېل کړې او په کرار کرار اصلي موضوع ته داخل شو. هغه د ویکتوریا پارک په اطرافو کې درو دوکانونو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دا هغه مرکزونه دي چې د قاچاق د معاملې دواړه اړخونه په کې یوه توافق ته رسیږي.

پر قاچاقبرانو اعتماد؟

دغه کس زیاته کړه چې تر اوسه یې د کورنۍ څلور غړي د انساني قاچاق وړونکو په مرسته آلمان ته استولي دي: «څو متره وړاندې د صرافۍ یو دوکان شته چې سړی کولی شي هلته له انساني قاچاق وړونکو سره وویني او د دوکان مالک د منځګړي نقش لوبوي.»

دا چې دغه کس داسې احساس کاوه چې موږ هم د لویدیځ اروپا کوم هیواد ته د تګ په تکل کې یو، نو سپارښتنه یې وکړه چې «لطفا خپلې پیسې قاچاقبر ته ور نه کړئ، بلکې له صراف سره یې کیږدئ. هرکله چې د هدف وړ هیواد ته ورسیدئ، صراف دغه پيسې قاچاقبر ته ورکوي.»

په موریا کمپ کې د مهاجرو هیلي

د دغه افغان په وینا، له یونان څخه د لویدیځي اروپا هیوادونو ته د یوه کس پر انتقالولو له ۳۰۰۰ څخه تر ۵۰۰۰ یورو لګښت راځي. د دغه سړي په وینا که چیرې پولیس تاسو په هوایي ډګر کې له جعلي اسنادو سره ونیسي، له صراف سره ستاسو پیسې خوندي پاتې کیږي.

له دغه کس څخه مو وپوښتل چې انساني قاچاق وړونکي څرنګه جعلي اسناد تر لاسه کوي؟ هغه په ځواب کې وویل: «داسې غله شته چې له دغو قاچاقبرانو سره تماس لري. غله هڅه کوي چې د اروپایي هیوادونو د اتباعو، په ځانګړې توګه د سیلانیانو پاسپورتونه او پيژندپاڼې غلا کړي. هغوی دغه اسناد پر قاچاقبرانو پلوري او قاچاقبران هم هڅه کوي چې پناه غوښتونکي د دغو اسنادو د خاوندانو په څیر کړي او د هغې په وسیله یې د شینګن حوزې هیوادونو ته واستوي.»

اروپایي اتحادیه په دې هڅه کې ده چې د غیر قانوني مهاجرت د مخنیوي له پاره اغیزمن اقدامات پر لار واچوي. خو داسې بریښې چې د انساني قاچاق په کاروبار کې لکه څرنګه یې چې انتظار کیده، محدودیتونه نه دي را څرګند شوي.

امان الله جواد، عاصم سلیم، اینفو مایګرانتس