1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
قانون او قضا

په یونان کي دوه افغان مهاجر د بغاوت له امله په حبس محکوم سول

۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۶, جمعه

د یونان چارواکو ویلي دي چي دوه تنه افغان مهاجر، د مهاجرو په یوې توقیف خانې کي د بغاوت له امله، هر یو په ۶ کاله او ۹ میاشتو بند باندي محکوم سوي. په دغه توقیف خانه کي ۱۵۰ تنه کم سنه او بې سرپرسته مهاجر اوسیږي.

https://p.dw.com/p/3cG2c
Griechenland Thessaloniki Düstere Zukunft für Flüchtlinge
انځور: DW/Marianna Karakoulaki

دغه دوه تنه ۲۲ کلن او ۲۳ کلن نارینه د پنجشنبې په ورځ په یونان کي د یوې محکمې له خوا د اموالو د تخریب، حملو او له زورزیاتیو ډکو بغاوتونو کي د ګډون له امله مجرم بلل سوي دي. دغه دوه تنه افغان مهاجر د بندیګرت پر سزا سربیره ، د ۱۳۷۵ یورو نقدي جریمې په ورکولو هم محکوم سوي.

د مهاجرو په دغه توقیف خانه کي د ښورښ په نتیجه کي، د رواني اونۍ په پیل کي مجموعاً ۲۶ مهاجر چي ټول افغانان دي، نیول سوي دي  ددغه مرکز مسوولینو ویلي دي چي نوموړي مهاجرو د آشپزخاني د وسایلو په مرسته پر پولیسو حمله کړې او اموالو ته یې سخت تاوانونه رسولی دی.

تر اتلس کلن کم نیول سوي مهاجر بیا وروسته په جلا جلا توګه محاکمه کیږي.

د بشري حقونو سازمانونو له خوا پر دوامداره شکایتونو سربیره، یونان د کم سنه مهاجرو نیولو ته ادامه ورکوي. د یونان حکومت ویلي دي چي د اروپایی ټولنو نورو هیوادونو ته د کم سنه مهاجرو د استولو په اړه خپلي هلي ځلي نوري هم شدیدوي.

په اوس وخت کي په دغه توقیف خانه کي چې د ترکیې سرحد ته نژدې پرته ده، شاوخوا ۲۵۰ تنه اوسیږي. دا هغه کسان دي چي تیره میاشت پر دې توانیدلي چي د مځکي له لاري له ترکیې څخه یونان ته ځانونه راورسوي.

زموږ له آرشیف څخه: