1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په یمن کې ممنوعه ماینونو د کاریدو تورونه

۱۳۹۶ فروردین ۳۱, پنجشنبه

د بشري حقونو د څار سازمان د حوثي یاغیانو او متحدینو باندې یې تور لګولی دی چې په یمن کې داسې ماینونه کاروي چې ورباندې بندیز لګیدلی دی. د ځمکې د دغو مایونو کارونه د میلیونونو کډوالو بیرته راتګ له ګواښ سره مخامخوي.

https://p.dw.com/p/2ba4c
Jemen Milizen entfernen Landminen platziert von Houthi-Rebellen
انځور: picture-alliance/dpa/STR

د بشري حقونو د څار نړيوال سازمان د پنجشنبې په ورځ (د ۲۰۱۷ کال د اپريل ۲۰مه) وویل چې حوثي ځواکونه او متحدین یې په یمن کې داسې ماینونه کاروي چې ورباندې بندیز لګول شوی او د سلهاو ملکي کسانو د وژنې لامل کیږي.

دغه نیویارک میشته د بشري حقونو سازمان په خپل رپوت کې ویلي دي چې شعیه حوثي یاغیان او د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح پلویان، چې د دې ډلې متحدین دي، په لږ تر لږه شپږو سیمو کې داسې د ځمکې ماینونه کار ولي دي چې پر ماینونو د نړیوال بندیز پر خلاف دي.

د بشري حقونو د څار سازمان یوه چارواکي ستیو ګووز، ویلي دي: «حوثي یاغیان د یمنې ملکیانو په بیه د ځمکنیو ماینونو پر کارونې بندیز ماتوي.»

ياد چارواکي زیاته کړې ده: «یمن نزدې دوې لسيزي مخکې د وګړو ضد ځمکنیو مایونو پر کارونې بندیز ولګوه او هیڅوک باید هغه و نه ځغمي.»

حوثي یاغیانو په ۲۰۱۴ کال کې د پلازمینې صنعا کنترول په لاس کې واخیست او د یمن د هغه وخت حکومت یې له واکه ګوښه کړ.

د ۲۰۱۵ کال په مارچ میاشت کې د سعودي عربستان په مشري یو ایتلاف په دې مقصد رامنځ ته شو چې حوثي یاغیان پر شا و تنوي او یو ځل بیا د یمن پخواني حکومت پر کار کړي.

پر دغه ایتلاف باندې هم د بشري حقونو د تر پښو لاندې کولو او آن جنګي جنایتونو ترسره کولو تورونه لګول شوي دي.

د بشري حقونو د څار سازمان د ځايي سازمانونو په حواله ویلي دي چې د یمن د جګړې له پیلیدو راهیسې په دې هیواد کې له ۱۰۰۰ څخه ډیر کسان د ماینونو له کبله وژل او یا هم ټپیان شوي دي.

دې سازمان دا هم ویلي دي چې القاعدې هم په سیمه کې ماینونه کارولي دي.

زموږ له ارشیف څخه: