1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کينيا کي پر سېلانيانو بريدونو ۱۵ تنو ته مرگ ژوبله واړوله

۱۳۹۱ فروردین ۱۳, یکشنبه
https://p.dw.com/p/14W6T

په کينيا کي په دوو بمي بريدونو کي لږ تر لږه يو انسان وژل سوی دئ او ۱۴ نور ژوبل سوي دي. دغه چاودني تقريباً پر يوه وخت د مامبوسا په بندري ښار کي تر سره سوي دي. نوموړی ښار د بهرني سېلانيانو د استراحت مرکز بلل کيږي. يوه چاودنه په يوه بار کي او دوهمه چاودنه د سپورټ په يوه لوی لوبغالي کي رامنځ ته سوې ده.

ددې مخکي د گاونډي هيواد صوماليې توندلاري ډلي الشباب د غچ اخيستني له پاره په کينيا کي د بریدونو هوډ څرگند کړی وو. د تير ميلادي کال د اکتوبر په مياشت کي د کينيا پوځ صوماليې ته په دې تور ورننوتلی وو چي الشباب ډلي له کينيا څخه يو بهرنی تښتولی دئ. الشباب د صوماليې د مرکز او سويل زیاتي برخي تر خپل کنترول لاندي لري.