1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اوکراين کي د تاوتريخوالي ويره

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۲ آذر ۱۹, سه‌شنبه

په اوکراين کي اوس د دې بيره ډېره سوې ده چي د دولت او اعتراض کوونکو ترمنځ تاوتريخوالی رامنځته نه سي. د دغه هيواد پلازمېنه کيف ته په ډلو ډلو پوليس ور روان دي. بله خوا اروپايي ټولنه غواړي چي منځکړيتوب وکړي.

https://p.dw.com/p/1AVvX
انځور: DW/E. Winogradov

د اوکراين په پلازمېنه کي وضعيت نور هم پېچلی بڼه خپله کړې ده. په کيف کي په زرونو خلک د دغه هيواد د جمهور رييس ويکتور يانوکوويچ د روسي پلوه سياست په غبرګون کي له څو ورځو راهیسي راوتلي او د نوو انتخاباتو د ترسره کېدو غوښتنه کوي. خو حکومت بيا نزدې ۶۰۰۰ تنه پوليس په ښار کي ځای پر ځای کړي دي.

له بلي خوا د حکومت هغه ضرب الاجل هم نن (۲۰۱۳ کال د دسمبر ۱۰) پای ته رسيږي چي مخالفينو ته يې د اشغال سوو دولتي ودانيو د تخليه کېدو په برخه کي ورکړی وو.

په کيف کي لاريون کوونکو جادې او پياده رونه په اغزي لرونکو سيمانو، لرګیو او موترونو سره بند کړي دي. په دغه ښار کي څارونکي وايي چي دواړه اړخه يعني حکومت او اعتراض کوونکي د خپلو پښو د ټينګولو هلي ځلي کوي.

د کيف په استقلا ميدان کي په سوونو پوليس په اوسپنيز لباس کي او سپر په لاس ولاړ دي. ويل کيږي چي دغه ښار ته نور پوليس هم راغوښتل سوي دي.

کليتچکو: موږ پاتيږو

د اوکراين د اپوزيسيون سياستوال او د بوکس اتل ويتالي کليتچکو په کيف کي د اضافي پوليسو پر ځای پرځای کولو باندي نيوکی کړي دي. هغه وويل چي کېدای سي د روسيې پلوی جمهور رييس په دې کار سره د مخالفينو په زرونو پلويان و بيروي، خو هغه زياته کړه: «موږ دلته پاتيږو. زه د حکومت پر ټولو مخالفينو باندي ږغ کوم چي د [استقلال ميدان] ته راسي.»

د دوشنبې په ورځ په کيف کي د دغه هيواد ځانګړي امنيتي ځواکونو د اعتراض کوونکو پر هغه کمربند باندی يرغل وکړي چي دولتی ودانۍ يې کلابندي کړي دي. کارګرانو د امنيتي ځواک په مرسته له لارو او سړکانو څخه هغه خنډونه ليري کړل چي د مظاهره کوونکو له خوا جوړ سوي ول.

سوله ييزه تخليه

پوليسو له هغه وروسته د اعتراض کوونکو د مرکزونو په تخليه کولو باندي پيل وکړ چي ځايی اوسېدونکو شکايت وکړ. د هغي سمي تخليه په سوله ييزه توګه ترسره سوه چي دولتي ودانۍ پارلمان او د جمهوري رياست ماڼۍ پکښې موقعيت لري.

د اوکراين په پخوانی لومړۍ وزيري يوليا تيمو شينکو پوري مربط ګون «پلرني وطن» غړيو ويلي دي چي د دغه هيواد ځانګړو ځواکونو د دوی پر مقر باندي هجوم ور وړی دی او د دغه دفتر ځيني مواد يې تخريب کړي دي. خو د پوليسو يوه وياند دغه ادعا درکړې ده.

د دواړو اړخونو ترمنځ د منځکړيتوب هڅي

په پلان کي ده چي د اروپايي ټولني د بهرنيو چارو مسووله کاترين اشتون نن د سه شنبې په ورځ اوکراين ته دوه ورځنی سفر وکړي. د هغې د سفر موخه په کيف کي د دولت او اپوزېسيون تر منځ منځګړيتوب ښوول سوی دی.

د اشتون يوه وياند ويلي دي چي په پلان کي ده د جمهور رييس ويکتور يانو کوويچ له استازو او د هغه د مخالف ويتالي کليتچکو سره ملاقات وکړي. اشتون کيف ته تر سفر دمخه ويلي دي، له هغه وروسته چي پوليسو د اپوزيسيون پر «ستر مرکز باندي هجوم وروړی» په اوکراين کي حالات له اندېښنې سره تعقيبوي.