1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کویټه کې د هزاره ګانو احتجاج

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۱, سه‌شنبه

د پاکستان د سویل لویدیځ ایالت بلوچستان په مرکز کویټه کې شیعه مذهبه هزاره ګانو، په دغه ايالت کې د هدفي وژنو د وروستیو پيښو پرضد احتجاج پېل کړی دی.

https://p.dw.com/p/2wxsg
Pakistan Quetta - Hazara Gemeinde bei Protesten
انځور: DW/A. G. Kakar

د کويټې په بیلا بیلو سیمو کې په احتجاجي غونډو کې ګډون کوونکو هزاره ګانو ویلي دي چې تر هغه وخته چې د پاکستان د پوځ مشر کویټې ته سفر نه وي کړی او د دوی د خوندیتوب ضمانت یې نه وي ورکړی احتجاج به يي دوام ومومي.

د ورکړل شوو رپوټونو له مخې په تیرو دوو اونیو کې د کویټې په مختلفو سیمو کې د بیلا بیلو حملو په ترڅ کې د دغه لږکیو یو شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کویټې د نورو سیمو تر څنګ په لویدیځ بای پاس سیمه کې شا او خوا لسو زرو کسانو په احتجاجي پرلت کې ګډون کړی دی. په دغه پرلت کې د نارينه وو تر څنګ ډيري ښځې او ماشومان هم شته.

په لویدیځ بای پاس کې د دغه پرلت مشر د هزاره ګانو مخکښ مشر مصطفی تیموري کوي. هغه د دویچه ویله د اردو څانګې له ځایي خبریال سره په خبرو کې ویلي دي چې په بلوچستان ایالت کې حکومت په دې کې په بشپړه توګه پاتې راغلی دی چې د هزاره ګانو امنیت تأمین کړي: «زما سره داسې کلمات نه شته چې له مخې یې د حکومت بي حسي پکښې راونغاړم. زما خلک بې له کوم وجې یو یو وژل کیږي. هره ورځ د هزاره ټولنې خلک د هدفي وژنو ښکار ګرځي، خو حکومت په دې هکله هیڅ ګام نه اخلي. موږ تل په سوله ایز ډول احتجاج کړی دی. تاسو لیدلی شئ چې له تیرو ورځو څخه موږ احتجاجي غونډې کوو خو زموږ غوښتنې هیڅ جدي نه نیول کیږي.»

Pakistan Quetta - Hazara Gemeinde bei Protesten
انځور: DW/A. G. Kakar

د مصطفی تیموري په خبره په بلوچستان کې هزاره ګان د یوه منظم پلان له مخې هدف گرځول کيږي: «تر اوسه زموږ دوه زره کسان د تندلارو په بریدونو کې وژل شوي دي. زموږ په زرونو بې ګناه انسانان ټپیان شوي دي. کوم خلک چې زموږ په نسل وژنه کې ښکیل دي هغوی خلاص لاس ګرځي. آخر داسې کومه مجبوري ده چې امنیتي ادارې د دغو افراطي سازمانونو او د هغوی د تسهیل کوونکو پر ضد کوم نتیجه ورکونکي ګام نه اخلي، آیا دا د حکومت مسوولیت نه دی چې د وګړو مال او ځان خوندیتوب یقیني کړي؟ موږ دا روښانه کول غواړو چې حکومت دې زموږ صبر نه ازمایي.»

تیموري په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې دوی سوله ایز احتجاج کوي او مظاهرینو کومه داسې غوښتنه نه ده کړې چې حکومت یې پوره نه شي کړای: «د بلوچستان حکومت د فرضي ادعاوو له مخې زموږ په سترګو کې د خاورو شیندلو هڅه کوي. موږ دا واضح کول غواړو چې اوس یوازې په ادعاوو دغه معامله نه شي حلیدای. زموږ احتجاج به تر هغه وخته ادامه ومومي، څو د پوځ مشر په خپله کویټه ته راشي او د تندلارو او د هغوی د تسهیل کوونکو پر ضد زموږ د غوښتنو په هکله اجرات و نه کړي.»

په احتجاج کې یوې ګډون کوونکي صابره بتول، وویل چې د هزاره ګانو ښځې د نارينه وو تر څنګ اوږه پر اوږه په دغه پرلت کې ګډون کوي او د غوښتنو تر منلو به له هیڅ ډول قربانۍ دریغ و نه کړي: «موږ له درو ورځو راهیسې احتجاجي غونډې کوو خو زموږ د غږ اوریدو له پاره کوم حکومتي کس نه دی راغلی. ایالتي حکومت یوازې د بیانیو تر حده فعاله دی او د ولس د ځان او مال د خوندي کولو له پاره یي هیڅ ګام نه دی اخيستی. زموږ په ټولنه کې ښایي داسې کوم کور وي چې تندلارو یي غړي نه وي په نخښه کړي. زموږ د صبر پیمانه ډکه شوې ده، نور نه پر شا کیږو.»

Pakistan Quetta - Hazara Gemeinde bei Protesten
انځور: DW/A. G. Kakar

د صابره بتول په خبره که چیري پر «نیشنل ایکشن پلان» یا د عمل ملي پلان باندې عمل شوی وای، نو وضعیت به تر دې حده نه رارسید.

د بلوچستان ایالتي وزیر او د مجلس وحدت المسلین، مشر سید آغا رضا، په وینا د هزاره ګانو احتجاج له سیاست او تعصبه پاک دی او دوی ته باید د بشپړ خوندیتوب ډاډ ورکړل شي.

د کویټې د ایالتي پارلمان دباندې هغه د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې وویل: «زموږ غوښتنه یوازې خپلو خلکو ته انصاف ورکول دي. د فرقې له کبله دې زموږ هویت له کوم بل قوم سره نه تړل کیږي. موږ کله هم د هیواد د حاکمیت پر ضد کومه خبره نه ده کړې. پاکستان زموږ هیواد دی چې هر ډول قربانۍ ورکولو ته يې تیار یوو.»

آغا رضا په خبره د ترهګرو ډلو او د هغوی د زمینه برابرونکو کسانو پر وړاندي په اساسي ډول کوم ګام نه دی اخیستل شوی، نو ځکه هر وګړی د غیر ډاډمنتیا ښکار دی. په کویټه کې پر دې سربیره عملدار روډ یا سړک باندې هم احتجاجي پرلت شوی.

له هزاره ګانو سره د مذاکراتو له پاره د پاکستان د کورنیو چارو وزیر احسن اقبال د یکشنبې په ورځ په ناببره سفر کویټې ته ولاړ. هغه د احتجاج کوونکو له مشرانو سره د ملاقات پر مهال د هغوی د غوښتنو د منلو ډاډ ورکړ، خو لا تر اوسه دغه احتجاجي غونډې ختمې شوي نه دي.

تر دې د مخه د بلوچستان ایالتي لومړي وزیر عبدالقدوس بزنجو، د ایالتي پارلمان دباندې په احتجاي غونډه کې د هزاره ګانو له مشرانو سره لیدلي ول، خو دغه ملاقات بې پایلې ختم شول.

عبدالغني کاکړ، کویټه

زموږ له آرشیف څخه: