1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کوچنيانو درانه کارونه کول په نخښه سول

محمد اسماعيل شاکر۱۳۹۲ بهمن ۲۰, یکشنبه

په ماشومانو د درنو او خطرناکو کارونو د کولو نوملړ د افغانستان د خصوصي سکتور او د کار ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو چارو وزارت له خوا خپور شو. په دغه نوملړ کې۳۰ کارځایونه په نخښه شوي دي.

https://p.dw.com/p/1B5nC
انځور: DW/H. Sirat

د کار او ټولنیزو چارو وزیري آمنې افضلي د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د فبرورۍ ۹) په کابل کي وویل: « موږ و توا نیدو چې د دغو درنو کارونو نوملړ چمتو او نن یې په رسمي توګه منع اعلان کړو. دا ځکه چې دغه کارونه ماشومانو ته زیان رسوي خو زه ډاډه یم چې په لنډه موده کې نه شو کولای چې دغه کاورنه منع کړو. يو څه وخت او عامه پوهاوي ته اړتیا شته.»

په هغه ځايونو کې چې نور ماشومانو ته پکښې د کار کولو اجازه نه ورکول کيږي، هغه د اوسپني ویلي کولو بټۍ، تر مځکي لاندي کان ایستنه، برېښنا ییز ولډ ینګ، ژرنده، موټرواني، نساجي فابریکې کې او داسي نور ځايونه دي.

په دغه ليست کې راغلو کارځایونو کې کار کول د کار قانون د۱۲۰ مادې او د کار کنوانسیون پربنسټ خطرناک او درانه بلل شوي دي چې له هغو څخه ماشومان منع شوي دي.

د دغه نوملړ د لاسلیک پر مهال په کابل کې جوړو شوو مراسمو ته د کار او ټولنیزو چارو وزیري آمنې افضلي وویل چي تر دې وروسته به د هغو ماشومانو څارنه او مخنیوی کوي چې په خطرناکو او درنو کارونو بوخت وي.

يو ماشوم د کار پرمهال
يو ماشوم د کار پرمهالانځور: DW

دغه ليست د دولتي اوغیر دولتي ادارو او کارګرانو د اتحادیې په مرسته چمتو شوی دی.

د کارګرو له پاره عامه پوهاوی

په همدې حال کې د کار او ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو وزارت له خصوصي سکتور سره په ګډه کارګرو له پاره عامه پوهاوی هم پيلوي.

دغه وزارت له خصوصي سکتور سره په ګډه هڅه کوي، څو پر نړيوالو معیارونو برابر د کار قوانینو په اړه عامه پوهاوی ورکړي، چې دا چاره به د رسنیو، مسجدونو د ملايانو او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ترسره کوي.

خو د سوداګرۍ او صنایع خوني د عامل پلاوي رییس محمد قربان حقجو په دې خبري غونډه کې اندېښنه و ښوول چې افغانستان د ټولي نړۍ په کچه د کار له اړه له ناوړه وضعیت سره مخامخ دی.

د ښاغلي حقجو په وینا په هيواد کې د کار قوانینو څخه د عامو خلکو بې خبري، عامه پوهاوي ته نه پاملرنه، د قانوني مزد نشتوالی او د کار د بازار نه څارنه د دې عامل شوي چې ستونزي لاپسې زیاتې شي:

«تر ټولو مهم کارګرانو ته د عامه پوهاوي ترڅنګ کار ورکوونکو ته هم باید عامه پوهاوی ورکړل شي چې دغه حدود او واکونه لري او په دې اندازه له کارګر څخه ګټه اخیستلای شي له دې لاري وضعیت لږ څه ښه کیږي. »

د آساسي قانون د ۴۸ مادې د حکم پر اساس د کار قانون د کارکوونکو کاري اړیکي له اداري کارکوونکو سره او له هغو بنسټونو سره چې کاري زمینې برابروی د جوړولو په موخه تصویب، توشیح او په ۹۶۶ رسمي جریده کي نافذ او خپورشوی دی، چي ټولي دولتي اوغیر دولتي ادارې یې په پلي کولومکلفي دي.