1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کوټه کې د مسجد یو بل امام هم وژل شوی

۱۳۹۸ مرداد ۲۶, شنبه

د پاکستان پولیسو د شنبې په ورځ په کوټه کې د یوه بل ملا امام د وژل کیدو خبر هم ورکړی دی. تر دې مخکې په همدې ښار کې یوې چاودنې د طالبانو د ډلې د مشر ورور هم وژلی وو.

https://p.dw.com/p/3O3dX
Karte Pakistan Khuzdar Deutsch

د کوچلک سیمې د پولیسو یوه افسر، چیرته چې دغه پیښه رامنځ ته شوې ده ویلي دي چې محمد اعظم، د یوه پلورنځای مخې ته په ډزو ویشتل شوی دی. د جمعې په ورځ هم په کوټه کې په یوه مسجد کې د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو موادو د انفجار په پایله کې د ملا امام په ګډون څلور تنه ووژل شول او ۲۰ کسه نور ټپیان شول.

کوټه د بلوچستان ایالت پلازمینه ده چې په کې وخت ناوخت تاوتریخوالی رامنځ ته کیږي. په دې سیمه کې د اسلامپالو په ګډون، هغه بیلتون غوښتونکي هم فعاله دي چې د خپلې سیمې له پاره لا ډیر اختیارات او طبیعي زیرمو ته لا ډیر لاسرسی غواړي.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د وروستیو بریدونو پړه نه ده منلې. د جمعې ورځې په برید کې د افغان طالبانو د مشر ملا هیبت الله د ورور د وژل کیدو خبره هم شوې وه، خو طالبانو تر اوسه پورې دغه رپوټونه نه دي تائید کړي. کوچلک د طالبانو یو پټنځای بلل کیږي. د دغې ډلې ډیر غړي له همدې سیمې څخه افغانستان ته تګ راتګ کوي. پر دې سربیره ویل کیږي چې د طالبانو مشران هم په همدې سیمه کې سره غونډې کوي او د ټپي کیدو په صورت کې یې درملنه هم کیږي.