1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په کونړ کې د ولسي وگړو د وژنې د پېښي پلټنه باید وشي»

عبدالباري حکیم۱۳۹۳ شهریور ۲۰, پنجشنبه

د بخښنې نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې غوښتنه کړې چې په کونړ کې د هغې پیښه په هکله باید په «شفافه» توگه پلټنه وشي، چې د رپوټونو له مخې د «امریکا او ناټو په هوايي بمباریو کې» ۱۴ ملکي وگړو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1DAQf
انځور: AP

د بخښنې نړیوال سازمان یا ایمنسټي انټرنیشنل په هغې یوې مطبوعاتي وینا پاڼه کې چی د چهار شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال د سپتمبر ۱۰مه) ناوخته خپره شوې ده ویلي دي: «د افغانستان په ختیځ کې د متحده ایالاتو او ناټو په یوې هوايي بمبارۍ کې د رپوټ ورکړای شوو ۱۴ ملکي وگړو چې په هغو کې دوه ماشومان هم شامل دي، د وژل کیدو د پیښي له پاره د شفافو تحقیقاتو ضرورت دی.» دغه سازمان زیاته کړې ده چې د بهرنیو سرتیرو له خوا د رامنځ ته شوو ملکي وگړو د مرگ ژوبلو له پاره باید «عدالت خوندي وساتل شي.»

د افغان سیمه ییزو چارواکو د وینا له مخې په کونړ کې د سه شنبې په ورځ ناوخته د نړیوالو ځواکونو په یوه هوایي برید کې ملکي خلکو ته مرگ ژوبله واوښته.

د کو نړ د ولایت ویاند عبدالغني مصمم، له دویچه ویله سره په تیلفوني خبرو کې وویل: «په نرنگ ولسوالۍ کې د ائتلافي ځواکونو له خوا بمباري وشوه او د معلوماتو له مخې ۲۷ کسان مړه او ټپیان شوي دي چې اکثره یی ملکي وگړي دي او په هغو کې ښځي او ماشومان هم شامل دي.»

مصمم یادونه وکړه چې نوموړې ولسوالۍ د کنړ ولایت په ېوې «نا امنه» ساحه کې پرته ده. هغه زیاته کړه : «دغلته د ائتلاف او د متحده ایالاتو د ځانگړي ځواک او د کونړ ولایت د محلي پولیسو له خوا عملیات پر لاره اچول شوي ول. کله چې پر هغوی باندې ډزې وشوې، له ډزو وروسته هوايي بمباري شوي ده.»

د ائتلافي ځواکونو د هوايي حملې له پاره بلنه

دا چې د دغو هوایي بمباریو له پاره چا غوښتنه کړې ده د کونړ د چارواکو له خوا ضد او نقیض معلومات وړاندې شوي دي. په داسې حال کې چې د والي ویاند مصمم وویل چې د کونړ «ولایتي ادارې د هوايي ملاتړ له پاره بلنه نه ده ورکړي»، خو د امنیې قوماندان عبدالحبیب سید خیل، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي:«افغان سرتیرو او پولیسو چې د طالبانو تر بریدونو لاندې راغلل د هوایي حملې له پاره غوښتنه وکړه.»

د سیدخیل په وینا په دې حمله کې اوه یاغیان ووژل شول، خو د کلیوالي خلکو چې هغوی ترې د «انساني ډال په توگه استفاده کوله هم څلور تنه په دې هوایي بمباری کې وژل شول.»

د ناټو تر مشرۍ لاندې نړیوال امنیتي مرستندویه ځواک ایساف چې د یاغیانو پر ضد جنگیږي په لومړي سر کې له دې انکار وکړ چې ملکي وگړو ته مرگ ژوبله اوښتې ده، خو ورسته یې بیا وویل «په اوسني وخت کې د عملیاتو وضعیت تر ارزونې لاندې دی.»

د بخښنې نړیوال سازمان له ناټو او متحده ایالاتو له پوځ څخه غوښتنه کړې چې د ناټو او د متحده ایالاتو ځواکونه باید ډاډ ورکړي چې د هغوی هوایي حملې «په پوره پاملرنې سر ته رسول کیږي» او د ملکي مرگ ژوبلو په صورت کې «ناپلوي تحقیقات پر لاره اچوي او د قربانیانو کورنۍ د خپلو تحقیقاتو د پرمختگ څخه وخت په وخت خبروي.»

د بخښنې نړیوال سازمان په خپل یو وروستي رپوټ کې چی اگست میاشتې کې خپور شوی دی ویلي دي، چې د ناټو او امریکا متحده ایالاتو د پخوانیو عملیاتو په نتیجه کې د ملکي وگړو د مرگ ژوبلو پیښي په سمه توگه ترڅيړنې لاندې نه دې نیول شوي او ځینې نورې پیښې چې په هغو کې «جنگي جرم» ډول عملونه تر سره شوي څارل شوي نه دي.

د بخښنې د نړیوال سازمان د آسیا- پاسیفیک، د سیمې مدیر ریچارد بینیت ویلی دي: «په افغانستان کې د ناټو او متحده ایالاتو د ځواکونو له خوا د ملکي وگړو د وژنو له پاره نه، حساب ورکول هغسې پیغام منعکسوي چې گواکې نړیوال ځواکونه په افغانستان کې د سرغړونو له پاره پرانیستی لاس لري او د ملکي خلکو ژوند ورته هیڅ ارزښت نه لري.»