1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کونړ کي لا جنگ روان دی

سيد رياض۱۳۹۳ آذر ۲۴, دوشنبه

د کونړ والي د وینا له مخې د دغه ولایت په دانگام ولسوالۍ کې لا هم د «ولسي پاڅون کوونکو» او طالبانو تر منځ جگړه روانه ده. د والي په خبره تر اوسه د پنځو عسکرو او ۱۷ طالبانو د وژل کیدو رپوټونه ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/1E4Hk
انځور: DW

له يکشنبې ورځي راهیسې د کونړ د دانگام ولسوالۍ پر یو شمیر کلیو باندي وسله والو طالبانو يرغلونه پیل کړي دي. د کونړ ولایت والي شجاع الملک جلاله، له دویچه ویله سره په یوه ځانگړې مرکه کې وویل چې په اصل کې د کونړ ولایت د یو شمیر سیمو لکه غازي آباد، ناړۍ، مروره، شیگل او دانگام ولسوالیو خلکو یوه میاشت دمخه د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون وکړ.

والي وويل، په دغه پاڅون کي د ولسي خلکو او طالبانو تر منځ جگړه کې دوه تنه طالبان ووژل شول، چې له هماغه وخت راهیسې د ولسي خلکو دغه مورچلي موجودي دي او اوس طالبانو يرغل پرې کړی دئ.

د شجاع الملک جلاله، په خبره له پاکستان څخه هم یو «زیات شمیر طالبان» د کونړ د ولسي پاڅونکو څپلو له پاره راغلي دي: «له پاکستان څخه هم د زرو او ۱۲۰۰ په شا و خوا کې طالبان راغونډ شوي څو د خلکو دا خیزیش (پاڅون) وټکوي.»

افغان ځايي چارواکي وخت په وخت ادعا کوي چې د طالبانو اډې په پاکستان کې دي او له هغه ځای څخه ور سره ملاتړ کیږي. د کونړ والي په دې هکله څه ونه ویل چې دغه طالبان څوک دي. کونړ له پاکستان سره پوله لري.

خو د هغه د امنیې قوماندان سید حبیب سید خیلي، چې پر سرحدي سیمو باندي یې د طالبانو يرغلونه منلي دي، وویل چې په دغو حملو کې له افغان طالبانو سره د پاکستاني طالبانو ملاتړ هم شته. سید خیلي دویچه ویله ته وویل چې دوې ورځي کیږي چې د «تحریک طلبه پاکستان، لشکر طیبه، بدر او امارت ډلو د ضیاء الرحمن په مشرتوب د دانگام او شیگل پر ولسوالیو حملې پیل کړې.»

د کونړ د امنیې قوماندان وویل چې د حکومت وسله والو ځواکونو د خلکو ملاتړ ته ور ودانگل، څو د طالبانو د حملو مخه ونیسي.

د طالبانو له خوا د کونړ پر کلیو او بانډو باندي د حملو په هکله تر اوسه پوري رسنیو ته څه نه دي ویل شوي. خو په دغه ولایت کې وخت په وخت د یاغیانو او حکومتي عسکرو تر منځ د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د کونړ والي وویل، چې اوس هم ځایي خلک په خپلو مورچلونو کې ناست دي او امنیتي ارگانونه هم سیمي ته رسیدلي دي. شجاع الملک جلاله، په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «البته امنیتي ارگانونه پنځه یا شپږ تنه شهیدان او اته تنه ټپیان لري. د هغوی د ملاتړ له پاره ملي اردو او د چټک غبرگون قطعې عسکر هم وررسېدلي دي او هیله ده چې ستونزه حل شي.»

جلاله په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې تر اوسه ځایي خلکو ته کوم خاص زیان نه دی اوښتی. د هغه په وینا تیره ورځ د دوو ولسي کسانو د ټپي کیدو رپوټ ورکړل شوی دی. والي په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې «له اوریدو څخه، د طالبانو ۱۷ تنه وژل شوي او ۲۸ کسان نور يې ټپیان شوي دي.» د کونړ د امنیې قوماندان هم دا تائید کړه چې طالبانو ته په دغه شمیر کې مرگ ژوبله اوښتې ده.

د یوې پوښتنې په ځواب کې د کونړ والي وویل چې د ولسي خلکو ملاتړ له پاره لا تر مخه هم په سیمه کې د ملي اردو ځواکونه موجود ول او اوس هم د هغوی د مرستي له پاره د ملي اردو او چټک غبرگون قطعې وراستول کیږي.

داسې رپوټونه هم ورکړل شوي ول چې په سره کمر، شینکي او کچکي کې طالبانو یو شمیر کلي نیولي دي، خو د کونړ والي په خپلو څرگندونو کې وویل چې طالبانو یو څه پرمختگ کړی دی، خو په وینا یې د «ولسي لښکر» خلک په مورچلونو کې ناست دي او امنیتي ارگانونه به هم سیمي ته ورشي.