1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کونړ کي د داعش يو قوماندان يو قاضي او ۱۱ جنگيالي وژل سوي

۱۳۹۶ شهریور ۱۴, سه‌شنبه

د کونړ چارواکي وايي، د دغه ولايت په چپي درې او ماڼوګي ولسوالیو کې ایتلافي قواوو هوايي بریدونه کړي دي. په دغو بريدونو کې د دوو قومندانانو په ګډون ۱۲ داعش وسله وال وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/2jN0I
Im Krieg zerstörte Kulturstätten Timbuktu
انځور: Getty Images/AFP

د کونړ امنیه قومندان پاسوال جمعه ګل همت دويچه ويله ته وویل، تېره ورځ ناوخته د یاد ولایت د چپي درې ولسوالۍ د دیګل درې په لویه بانډه سیمه کې د ایتلافي ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د داعش ډلې د سرې قطعې پر روزنیز مرکز بمباري کړې ده، چې پکښې د یادې قطعې قومندان او د داعش ډلې مشهور قاضي، مولوي شیرولي په ګډون۱۱ داعش وسله وال وژل شوي دي.

همت زیاتوي، نن سهار (سه شنبه) د همدغه ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې هم د بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې بریدونه کړي، چې پکښې د داعش ډلې مهم قومندان موسی وژل شوی دی.

دغه بریدونه د ماڼوګي ولسوالۍ په متنګاه سیمه کې شوي دي.

د کونړ د چپي درې او ماڼوګي ولسوالیو اوسېدونکو هم د نوم نه خپرولو په شرط دويچه ويله ته وویل، چې په دغو دواړو ولسوالیو کې د هوايي بریدونو له امله یو شمېر داعش جنګیالي وژل شوي؛ خو هغوی یې د کره شمېرې په اړه مالومات نه لري.

تر اوسه داعش وسله والو په دې اړه له رسنیو سره خپل نظر نه دی شریک کړی.

له ننګرهار راوروسته اوس داعش ډلي په کونړ کې خپل تحرکات ګړندي کړي دي، هلته خلک په اندېښنه کې دي، چې که چېري د یادې ډلې د سرکوبۍ له پاره جدي ګامونه وانه خيستل شي، نو حالات ورځ تر بلې خرابېدای شي.

اميد ديدار/ ننگرهار

زموږ له ارشيف څخه