1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«امریکايی بی پیلوته الوتکې نهه طالب جنگیالي وژلي دي»

آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۳ آذر ۱۶, یکشنبه

د یو افغان محلي چارواکي د وینا له مخې یوې شکمنې امریکايي بی پیلوته حملې د افغانستان په دننه کې په یوې غرنې سیمې کې نهه طالب جنگیالي چې گمان کیږي پاکستانیان وي، وژلي دي.

https://p.dw.com/p/1E0TY
بی پیلوته الوتکه
بی پیلوته الوتکهانځور: Getty Images


د شنبه د ورځې له غرمې وروسته د کنړ ولایت د شیگل په ولسوالۍ کې یوې بی پیلوته الوتکې چې گمان کیږي د امریکا متحده ایالاتو وی، د طالبانو د یو لوړ پوړی قوماندان په شمول د هغه یو شمیر جنگیالي ووژل. دغه خبره د کنړ ولایت د امنیې قوماندان جنرال عبدالحبیب سیدخیلي وکړه.

سید خیلی دویچه ویله ته په یوه تیلفوني تماس کی وویل:« په شیگل کې د پاکستاني طالبانو د تحریک نهه تنه غړي چی ټول له سوات څخه ول، وژل شوي دي. د هغو په مینځ کې د علي په نامه یو قوماندان هم وژل شوی دی. دوه تنه نور یی ټپیان شوي دی. یو ټپی مو د کنړ ولایت مرکز اسعد اباد ته راوړي چې تر درملنی او استخبارتي تحقیق لاندی نیول شوی دی.»

سید خیلی وویل چې د ناتو یوې بی پیلوته الوتکې د شنبه په ورځ د پاکستاني طالبانو یوه ډله په نخښه کړه.». نوموړې د خپلو خبرو په دوام کې وویل:« دغو زور پالونکو په نوموړي ولایت کې له افغان طالبانو سره په یو گن شمیر حملو کې مرسته کوله.»

«په سیمه کې وسلوالې دلې فعالې دي»

دغه خبر تر اوسه پوری نه د ناتو او نه هم د امریکا متحده ایالاتو د ځواکونو له خوا تصدیق شوی دی.
خو د کنړ د امنېې قوماندان وویل چې د هغه معلومات د سیمی د عینی شاهدانو څخه چی د هغه ولایت له حکومتي چاروکو سره نژدی تماس لري، تر لاسه شوي دي.

سید خیلی وویل په سیمه کې «یولس وسلوالې ډلي» فعالی دي او دغه سیمه د نړیوالو ځواکونو تر هوايی پوښښ لاندی ده چی هر وخت وغواړي کولای شی په هوايی بریدونو لاس پوری کړی: « دا د افغانستان د خاوری دننه ده. دغه ساحه د هوايی کشف تر پوښښ لاندی ده، دغه سیمه غرنی، صعب العبور او ځنگلي ده. دلته مخالفین خپل تجهیزات لري. دلته یولس مخالف تنظیمونه فعال دي. »

07.04.2013 DW Online Karte Afghanistan Kunar eng

خو نوموړي په دی هکله له تبصری څخه ډه ډه وکړه چی آیا دغه وروستې حمله د محلی حکومت د استخباراتي معلوماتو او که د نړیوال ائتلاف د خپلو معلوماتو له مخې تر سره شوی دی.«دا لومړی ځل نه دی، هغو هر وخت چی وغواړي کولای شی چی دښمن دلته خنثی کړي.» د کنړ د امنیې قوماندان یادونه وکړه چې په دی حمله کې «ملکي وگړو ته تاوان نه دی رسیدلی.»

د بی پیلوته الوتکو پټ ماموریت

طالبانو تر اوسه پورې په کنړکې د نوموړې حملې په هکله څه ویلي نه دي. واشنگتن له ډير وخت را په دی خوا په افغانستان او پاکستان کې د زورپالونکو او ترهگرو ډلو پر ضد له بی پیلوته الوتکو څخه کار اخلي. خو امریکايي چارواکي ډير لږ د متحده ایالاتو د استخباراتي ادارې، CIA د بی پیلوته الوتکو د پټو حملو په هکله تبصرې کوي.

افغان چاراکو د شنبه په ورځ وویل چې دوو نورو شکمنو امریکايي بی پیلوته بریدونو په لغمان ولایت کې څلور مشکوک طالب جنگیالي وژلي دي.

د افغانستان محلي چاروکي ادعا لري چی زور پالونکي له پاکستان څخه افغانستان ته ننوځي او په تروریستی حملو لاس پوری کوي. د تیرو څه د پاسه یوې لسیزی جگړی په موده کې چی د امریکا متحده ایالاتو او ناتو په مشری یو نړیوال ائتلاف حضور لري، طالب جنگیالي، د القاعدې ترهگر او نور یاغیان افغانستان ته داخلیږي ترڅو پر افغان او د نوموړي ائتلاف پرځواکونو حملي وکړي.

په داسې حال کې د نړیوالو ځواکونو جنگي سرتیرو د بشپړ وتلو لپاره یواځې ۲۳ ورځې پاتې دي، د یاغیانو حملې او بریدونه په مختلفو ولایاتو کې زیات شوي دي.