په کندوز کي پر امريکايي شرکت باندي ځانمرگي بريدونه سوي
۱۳۸۹ تیر ۱۱, جمعهد کندز د والي محمد عمر په خبره نن سهار وختي د ځانمرگو برید کونوکو د ډلي څخه يوه يې په عموي دروازه کي د افغان ساتونکو په منځ کي ځان الوزولی دوهم يې په ودانۍ کي دننه او بل تن يې مخکي تر دې چي ځان والوزيي د افغان ساتونکو لخوا په ډزو وويشتل سو.
په دغه پنځه پوړيزه ودانۍ کي چي د DAI په قراردادي شرکت پوري اړه لري ډيری بهرنيان پکښي اوسېږي په پنځم پوړ کي هم يو بهرنی په لاس کي ټپي سوی.
داسي شک کيږي چي هغه دي تر بريد وروسته په مرمۍ ويشتل سوی وي.
د پيښي پړه طالبانو په غاړه اخستې او په يوه ټليفوني تماس کي يې ويلي دي چي چي په دې بريد کي ددوئ شپږو تنو فدايانو برخه لره.
د بريد پر مهال په ودانۍ کي د ساتونکو او پوليسو په گډون 52 تنه بهرنيان هم ول.
د DAI قراردادي شرکت د امريکا د متحده ايالاتو د پراختيايي ادارې يا USAID پروژې سرته رسوي. دغه شرکت د څلورو مياشتو راپدېخوا په کندوز کي په کار پيل کړی و.
AG/ زيارمل
کتونکی. زيارمل