په کندوز کي پر آلماني عسکر باندي حمله سوې
۱۳۸۷ فروردین ۸, پنجشنبهاعلان
په يوه اعلاميه کي چي نن خپره شوې ويل سوي چي دطالبانو جنګياليو مخکي شپه د ناټو دعسکرو پر يوه ټانک باندي بريد کړی. او دغه ټانک په هوا الوزول سوی دی. چي په دغه پېښه کي څنګه چي دطالبانو په اعلاميه کي ويل سوي، بايد 13 تنه عسکر وژل سوی او يا ټپيان شوي وي خو دغه شمير چي طالبان دتلفاتو په هکله ورکړی بېخي دمبالغې وړدی. دمخه په کندوز کي ددغه ولايت والي محمد عمر هم ددغي پېښي مسوليت دطالبانو پرغاړه اچولی و. د دغه ګوزار په اثر دوه تنه الماني عسکر ژوبل شوی دي چي يويي زيات او بل يي لږ ژوبل سوی.