1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي ۲ تنه پوليس په اعدام محکوم سول

۱۳۹۰ آبان ۸, یکشنبه

په کندهار کي ٢تنوسرحدي پوليسو ته د اعدام او ۴ تنو نورو ته د تنفيذي بند سزا واو رول سوه. دغوکسانو د سپين بولدک ولسوالۍ د چاى سرخ په سيمه کي ٧ تنه کوچنيان د خاشو(بوټي) ټولولو پر مهال وژلي ول.

https://p.dw.com/p/131oY
ملي پوليس
ملي پوليسانځور: DW

د پلټونو پر مهال دغو پوليسو ويلي، چي ماشومان يې په دې ګمان په ډزوسره وژلي وو، چي ګواکيدمخالفينو سره دهمکارۍ له مخي په سيمه کي دماينونو په ښخولو بوخت دي.

د شنبې په ورځ د کندهار د استيناف محکمې رئيس دل اغاهمت د لومړۍ محکمې، ټولو بياناتو او ثبوتونو پر بنسټ محمد نوردواک څخه د ناسمي ګټي اخيستني په قضيه کي دعسکري جرمونو د قانون د ۴۲ مي مادې پر اساس په ١٣کاله تنفذي بندم حکوم کړ.

درې تنه نورمحمدنسيم، شيرين او محمد مير دواک څخه د ناوړه ګټي اخيستني په قضيه کي د عسکري جرمونو د قانون د٤٢مادې د لارښووني له مخه هر يوه ته د لس،لس کالو تنفيذي بن دسزا واورول.

دغه رنګه محمدعوض او محمد ميرد سيد ميرزوى ته د استنياف د جزا ديوان د پرېکړي له مخه اشد مجازات يعني د اعدام حکم د استيناف محکمې د رئيس دل اغاهمت لخو اوړاندي سو.

« محمدعوض د محبوب زوى او محمد ميرد سيد ميرزوى د پورته ياد شوو ٧ نفرو د عمدي قتل په قضيه کي د اصلي فاعل په توګه د ٣٩٥ مادې پراساس هريو له تاسي څخه په جلا جلا په اشد مجازات يعني اعدام محکوم کړل شوی.»

مجرمينو خپله لومړۍ محکمه په سپين بولدک ولسوالۍ کي تېره کړې وه، دوى د استيناف محکمې د پرېکړو په نه منلو سره د قانون له مخه حق لري چي په ټاکل سوي وخت کي درېيمي محکمې (تميز)ته مراجعه او مدافع وکيل ددوى د حق څخه د فاعوکړي.

تر دې وړاندي هم په کندهار کي د ملي اردو، ملي پوليسو، سرحدي او عامه نظم پوليسو، منسوبينو او افسرانو ته د له خپلي وظيفې څخه د ناوړه ګټي اخيستني په موخه بېلابېلي سزاوي اورول سوي دي.

دا په داسي حال کي ده، چي تيره اونۍ هم په کندهار او هلمند ولايتونو کي يو شمېر پوليس دغلا، غديو او سړي تښتونو په تور نيول سوي، چي د چارواکو په خبره دامهال تر پوښتنو ګروېږونو لاندي دي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار

کتونکی: نجيب الله زيارمل