1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي چاودني 40 کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

۱۳۹۰ خرداد ۳, سه‌شنبه

د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي د يو ماين د چاودني له امله شاوخوا 40 کسانو ته مرګ ژوبله اوښتي. دولتي چارواکو هم پيښه تاييد کړې ده.

https://p.dw.com/p/11MTo
آرشیف انځور
آرشیف انځورانځور: picture-alliance / dpa

پيښه د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کي هغه مهال رامنځ ته سوه ، چي د سړک جوړولو د يو شرکت د سپرلۍ موټر پر يوه ښخ سوي ماين وختی.

د کندهار د عامي روغتيا رئيس ، ډاکټر عبدالقيوم پخلا په خبره په پيښه کي لس تنه وژل سوي او 30 نور په زخمي حالت کي روغتونونو ته انتقال سوي دي.

د پنجوايي ولسوال، فضل الدين، هم د پيښي تاييد کړی. خو د مړو او ټپيانو د شمېر په اړه يې دقيق معلومات نه درلودل.

د پيښي يو ټپي چي د نوم د نه بربنډيدو په شرط يي خبري کړي ويلي چي ، په هغه موټر کي چي پر ښخ سوي ماين ختلی ټول ټال 40 کسان سپاره ول.

طالبان او نوري وسلوالي ډلي ډيری وار پر هغه کسانو بريدونه تر سره کوي چي د افغانستان د دولت د بيا روغوني پروژي پر مخ بيايي.

تيره اونې طالبانو په پکتيا کي د سړک جوړولو پر يو شرکت د حملې په ترځ کي 36 تنه ووژل.

د رواني مياشتي په لومړيو کي طالبانو د کندهارښار زړه تر بريد لاندي ونيوی چي ، جکړي تر دوو ورځو دوام وکړی. په هغه پيښه کي څلور کسان ؤوژل سول او څه ناڅه 50 نور ټپيان سول.

د افغان او نړيوال ځواکونو د هغو ادعاو سره سره ، چي وايي په کندهار کي د تيرکال د سترو عملياتو د ترسره کيدو وروسته امنيتي حالت ښه سوی. بيا هم په هغه ښار کي په سپينه ورځ د ښار په زړه کي ترور او پر حکومتي ودانيو په شواندروزو وسلوال بريدونه تر سره کيږي.

آژانسونه/ مسعود جهش
کتونکي/ احمد ولي اڅکزي