1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي د کانديد اکاډميسين عطايي د زوکړي غونډه

محمد ابراهيم سپېڅلی۱۳۹۴ مرداد ۸, پنجشنبه

په کندهار کي د تکړه لیکوال، تاریخ لیکوونکي، کره کتونکي، ژورنالیست او کاندید اکاډمیسین ارواښاد محمد ابراهیم عطايي د زېږېدو ۸۵ کالیزه ولمانځل سوه.

https://p.dw.com/p/1G7Qf
انځور: DW/I. Specalai

دغه لمانځغونډه د افغانستان د سرحدونو او قبايلي چارو وزرات په نوښت رابلل سوې وه او د کندهار د پوهنتون پر استادانو، شاعرانو، ليکوالو سربیره د ننګرهار، کابل، هلمند، زابل، مزارشریف او نورو ولايتونو فرهنگپالو او استادانو گډون کړی وو.

په لمانځغونډه د استاد محمد ابراهیم عطايي پر اثارو، ژباړو، کره کتنو، تاریخ لیکني او لیکوالۍ باندي مقالي ولوستل سوې او د استاد د نایاب اثارو او مقالو په کتابي بڼه د چاپولو او هم په دې اړه د نورو ورته غونډو د جوړيدو غوښتنه وسوه.

د غوندي په وروستیو کي د سرحدونو او قبایلو چارو وزارت له خوا د استاد محمد ابراهیم عطایي یو نایاب کتاب «د پښتني قبیلو اصطلاحي قاموس» چي په ښکلي صحافت چاپ سوی پر برخه والو ووېشل سو.

استاد کاندید اکاډمیسين محمد ابراهیم عطایي په ۱۳۰۹هجري لمریز کال د کندهار ښار په لومړۍ ناحیه کي خرقي شریفي ته نږدې د مولوي عطاء محمد، چي په حاجي اخوند مشهور و په کور کي زېږېدلی وو. استاد په پښتو، دري او انګلیسي ژبو لیکل کولای سوای.

ارواښاد په۱۳۳۰ل کال کي د کندهار له طلوع افغان ورځپاڼي څخه ماموریت پيل او د پنځوسو کالو بېلابېلو دولتي دندو ترڅنګ يې۲۳مستقل اثار او سل علمي مقالې لیکلي دي.

استاد کاندید اکاډمیسین محمدابراهیم عطايي په لسونو کورنیو او دباندنیو علمی غونډو، سیمینارونو او د دوستۍ په غونډو کي رسمي ګډون کړی دی.

بالاخره د ۱۳۸۰هجري لمریز کال د تلي میاشتي پر۱۹نېټه د زړه د ناروغۍ له امله د کابل په مکرریانو کي وفات او د شهداء صالحین په هدیره کي ښخ سو.