1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي د ناټو پر پوځي هډه باندي د طالبانو بريد

۱۳۸۹ خرداد ۲, یکشنبه

وسلوالو طالبانو په کندهار کي دISAF پر پوځي هډې باندي، چي په سيمه کي تر ټولو مهمه هډه بلل کيږي، د توغندی بريدونه کړي دي،چي هم پکښي د نړیوال سوله ساتي ځواک څوتنه عسکر او هم ملکي وګړي ټپیان سوي دي...

https://p.dw.com/p/NVKO
د کندهار نړيوال هوايي ډگر چي اوس د ناټو ځواکونو په پوځي هډې بدل سوئ دی.
د کندهار نړيوال هوايي ډگر چي اوس د ناټو ځواکونو په پوځي هډې بدل سوئ دی.انځور: DW/Arkadi Dubnow

د ناټو په یوه خبر کي ويل کیږي، چي پر پوځي هډې باندي هم دپنځو توغندیو ګوزارونه سوي او هم طالب اورپکو غوښتل ددغي هډې د شمالي خوا څخه هډې ته ورننوزي،خو ځواکونه يې بريالي سوي دي، چي ددوئ مخه ونيسي.

د يوې اونۍ په ترځ کي دا دريم ستر بريد دی، چي په افغانستان کي پر نړيوالو ځواکونو باندي تر سره کيږي. دکندهار پر پوځي هډې باندي د پرون ورځي تر بريد د مخه پر يوه کاروان او يوې بلي مهمو هډې باندي تر سره سوي ول.

دامریکا د متحده ايالاتو ولسمشر بارک اوباما پرون په يوه وینا کي چي د وست پاينت په پوځي اکاډمۍ کي يې کړې ده، وايي چي، د نوي ننګوني سره دمقابلي دپاره طالبان هم غواړي پخپل ټاکتيک کي بدلون راولي:

«دمقاومت هر ډله چي دمخامخ ننګونو سره مخامخ کيږي،غواړي، چي پخپلو ټاکتیکونو کي بدلو راولي. دلته موږ وينو چي د مارجې د عملیاتو څخه وروسته اوس دکندهار دعملياتو په درشل کي طالبان غواړي د ترهګرۍ په ګوزارونو ، بېرحمانه وژلو اود ويري او وحشت اچولو سره عمل وکړي.»

د کندهار په هوايي ډگر کي د دوکانونو سيمه
د کندهار په هوايي ډگر کي د دوکانونو سيمهانځور: DW

دتيري چارشنبي په ورځ طالبانو دبګرام پر پوځي هډې باندې هم حمله کړې ول،چي پکښي 16 تنه وسلوال او یو ملکي وګړی وژل سوی و.

طالبانو اعلان کړی، چي دوئ به دمی د مياشتي د 20 نېټې څخه په افغانستان کي د نړيوال سوله ساتي ځواک پر ډیرو هډو باندي بريدونه وکړي. دوئ داخبره هم کړې چي د بريدونو او ګوزارونو څخه ډيپلوماټان،د افغانستان دولسي او مشرانوجرګې غړي او د بهرنيو مرستندويو ټولنو کارکونکي به هم په امن کي نه وي.

دطالبانو وياند قاري یوسف احمدي نن ديو نا معلوم ځای څخه دټليفون پر ليکه فرانس پرس آژانس ته ويلي دي، چي موږ پرون شپه په کندهار کي د ناټو پر پوځي هډې باندي د توغنديو پنځه ګوزارونه کړي دي.

قاري يوسف ادعا کړې چي ددغه بريد په نتیجه کي 13 تنه بهرني عسکر وژل سوي او ډیر نور ټپیان سوي دي. د ناټو له خوا د مرگ ژوبلي په اړه څه نه دي ويل سوي.

د ناټو ویاند يوازي دونه ويلي دي، چي په دې بريدکي څوک نه دي تلف سوي،خو څو کسه د ISAF غړي او يو شمير ملکي کسان ټپیان سوي دي.

دکندهار هوايي ډګر چي د افغانستان په جنوب کي د ناټو لويه پوځي هډه بلل کیږي 23000 پرسونل لري. پر دې هدې باندي د وسلوالو طالبانو لخوا څو واري د توغنديو بريدونه سوي.

ولسمشر حامد کرزی او د انگلستان د بهرنيو چارو وزير وليم هيگ
ولسمشر حامد کرزی او د انگلستان د بهرنيو چارو وزير وليم هيگانځور: AP

دکندهار پر هوايي هډې باندي بريد څوساعته وروسته تر هغه وسو چي په کابل کي د لويي برتانيې د برنيو چارو وزيرWilliam Hagu د ولسمشر حامد کرزي سره د افغانستان پر امنيتي حالاتو خبري کړي.

د برتانيې د بهرنيو چارو د وزير سره په دې سفر کي د هغه هيواد ددفاع وزيرLaim Fox او د نړیوالو پرمختیايي چارو وزير Andrew Mitchell هم ملګري ول.

دوئ دکرزي سره تر ليدني کتني وروسته ویلي دي، چی موږ ولسمشر حامد کرزي ته داخبره په ډاګه کړه،چي د افغانستان د حکومت څخه د برتانویانو تمه دا ده،چي دافغانستان په اړوند دنوي نړیوالي ستراتيژۍ د پلي کولو په لاره کي خپله ونډه ترسره کړي.

په روان وخت کي په افغانستان کي 130000 بهرني عسکر د امريکا د متحده ایالاتو او ناټو تر قوماندې لاندي د وسلوالو طالبانو د مقاومت پر ضد عمليات تر سره کوي، او ښايي د روان ميلادي کال د اګست تر مياشتي پوري د په افغانسان کي د دغه ځواکونو شمير 015000 ته ورسیږي.

دغه نوي پوځي ځواکونه، چي افغانستان ته استول کیږي، يره برخه به يې په کندهار او هلمند کي ځاي پر ځاي سي. د پوځي کار پوهان په نظر ښايي د روژې د مياشتي په پيل سره د اګست په میاشت کي په دغه سیمو کي د طالبانو مقاومت د پښو ولوېږي.

AFPE/ ضياالحق فضلي

کتونکی. زيارمل

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل