1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي برېښنا څوک غلا کوي؟

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار۱۳۹۲ مرداد ۱۰, پنجشنبه

په کندهار کي هره مياشت د شل ميليون افغانيو په ارزښت له بېلا بېلو لارو برېښنا غلا کېږي. د برېښنا رياست سيمه ييز مسئولين په دغه ولايت کې د دې ستونزي اصلي عاملين يو شمېر دولتي ادارې او زورواکان ګڼي.

https://p.dw.com/p/19I2j
Pakistani technicians work on high voltage power lines in Lahore on January 13, 2011. Pakistan faces a crippling energy crisis, as it is only able to produce about 80 percent of the electricity it needs, causing debilitating blackouts and suffocating industry. AFP PHOTO/ ARIF ALI (Photo credit should read Arif Ali/AFP/Getty Images)
Symbolbild- Proteste in Pakistan Elektrizitätsknappheitانځور: Getty Images

د کندهار د برېښنا رياست مسئول انجنير سيدرسول وايي، چي دوى هره مياشت د ۹۴ ميليونو افغانيو په ارزښت د اوبو او ډېزلي برېښنا ښار ته ورکوي، خو يوازې د ٧١ ميليونو افغانيو په انډول د برېښنا د مصرف بېلونه تحويل او نوري پاته تر شل ميليونه زياتي افغانۍ دوى ته نه رسيږي.

هغه له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل، چي د برېښنا وزارت هم دغه ستونزه جدي نيولې ده او په ټېنګار سره وايي، چې که عوايد پوره نه کړي، نو د کندهار د برېښنا سمون امکان نه لري.

د کندهار يو شمېر ښاريان شکايت کوي، چي د برېښنا رياست هغه پيسي چي زورواکان يې نه ورکوي د دوی په بيلونو کي ليکي. دوی وايي موږ برېښنا لږ مصرفوو خو کله چي د مياشتي يا دوو بيلونه راته راسي نو تر هغه ډيري پيسې وي چي مصرف کړي مو وي.

يو تن ښاري چي نه يې غوښتل نوم يې واخيستل سي له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل: «د برېښنا رياست زورواکانو ته څه نه وايي او ټول زور تر کمزورو ښاريانو کاږي. که موږ بېل يو لږ وځنډوو، سمدلاسه په دې سره ګرمي کې زموږ د کورنو برېښنا قطع کوي، خو نور څوک چي مخامخ برېښنا غلا کوي يا د بېل پيسې نه ورکوي، هغوى ته څوک څه نه وايي.»

برېښنا پر خپل سر وېشل کيږي
برېښنا پر خپل سر وېشل کيږيانځور: DW/W. Suhail

د کندهار د والي وياند جاويد فيصل هم د دې ستونز پړه د برېښنا رياست پر يو شمېر کارکوونکو باندي ور اچوي او وايي چي په دې لار کې يې د درغليو په سبب د برېښنا ځيني کارکوونکي څارنوالۍ ته هم معرفي کړي دي، د زورواکانو برېښنا قطع سوې ده او يا هم د برېښنا د مصرف بېل تحويلولو ته اړ سوي دي:

«د برېښنا رياست يو شمېر مهم کسان خپله په دې درغلۍ کې لاس درلود او دا موضوع د ولايت مقام راپورته کړه. اوس مو يو شمېر کسان څارنوالۍ ته ور پېژندلي دي او د ډېرو خپلسريو مخه مو نيولې ده او په عوايدو کي د پام وړ بدلون راغلى دى.»

په کندهار کي د برېښنا د کمښت يوه ستونزه دا ده چي د برېښنا رياست یو شمېر کارکوونکي پر خپلسر برېښنا توضع کوي. د دغه ولايت د ولايتي شورا رئيس سيد جان خاکرېزوال وايي چي د برېښنا رياست په ستونزو کي تر ډيره ځايه د دغه رياست کارکوونکي گرم دي:

«د برېښنا رياست کارکوونکو او مامورينو يو شمېر کسانو ته د پيسو په مقابل کې په خپلسر برېښنا ورکوي، د مصرف سوي برېښنا لګښتونه يې کموي او نورې درغلۍ کوي. زه خبر يم يو شمېر دولتي ادارې د لسو څخه تر دېرشو لکو افغانيو پورې د برېښنا پوروړي دي او يو شمېر کسان بيا د زورواکانو په شان په خپلسري ډول برېښنا کاروي او څوک يې جواب هم نه سي ويلاى.»

په کندهار کي د برېښنا رياست د فساد، خپلسرۍ او په هره مياشت کې د پنځه ويشت ميليونو افغانيو د غلا خبره په داسي وخت کې راپورته کوي، چې په تېره اوونۍ کي د ماليې وزير حضرت عمر زاخيلوال په کندهار کي دغه ولايت ته له کابل او کجکي څخه د برېښنا د د مزو د غزولو ژمنه وکړه.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب