1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندز، بدخشان او بغلان کي د پوځي عملياتو شدت

۱۳۸۹ آذر ۱۲, جمعه

د افغانستان په شمالي برخو کي د 209 شاهين قُل اردو لخوا د تيرو څو اونيو را پدې خوا د جديد په نامه عمليات پيل سوي دي

https://p.dw.com/p/QOl2
انځور: DW

د پوځ قوماندانان په دغو عملياتو کي د ګڼ شمير دولت ضد وسله والو د مرګ ژوبلي خبره کوي.

د شاهين قل اردو قوماندان وايي چي په شمالي سيمو کي ميشت بلواګر د پرديو ملکونو د استخباراتي ادارو په لمسون په ترهګريزو اعمالو لاس پوري کوي .

د دغو عملياتو په جريان کي تيره شپه د بغلان ولايت د مربوطه سيمو شل وسله وال کسان چي درې تنه يي مشران هم وه، نيول سوي دي.

په دغو عملياتو کي بين امللي سوله ساتونکي ځواکونه چي ډيری يي آلماني سرتيري دي، د افغاني عسکرو سره مرسته کوي .

د شاهين قل اردو قوماندان جنرال زلمی ويسا،

(( دغه ترهګران هغه کسان دي چي يا د خارجي ملکونو له استخباراتو او يا هم د داخلي دښمنانو لخوګمارل کيږي چي وسله اخلي او موږ مجبوره کوي چي د دغه ډول ترهګرو پر ضد په پوځي اقداماتو لاس پوري کړو او له مينځه يې يوسو)).

جنرال ويسا وايي چي د عملياتوپه ترځ کي يې په کندز، بدخشان او بغلان ولايتو کي پر مخالفينو کړۍ تنګه کړې او هغوی مجبوره سويدي چي وسلې پر مځکه کښيږدي، او د حکومت لوري ته ور واوړي.

د شاهين قل اردو د قوماندان وينا ده چي تر اوسه پوري 170تنه دولت ضد چريکان د حکومت سره يو ځای سوي او وسلې يي پر مځکه ايښي دي .

bundeswehr Afghanistan Kunduz NO-Flash
انځور: AP

کندز، بغلان او بدخشان چيري چي ډيری آلماني سرتيري ځای پر ځای دي په دې ورستيو وختوکي يې امنيتي حالت خراب ښودل کيږي .

د شاهين قل اردو قوماندان په دې اړه چي په دغو عملياتو کي څومره عسکر ونډه لري ،داسي وويل:

(( په دغو عملياتو کي 2000کسان برخه لري، چي پکښي خارجي عسکر هم د افغان ځواکونو سره په ګډه کار کوي)).

د افغانستان په شمالي يو شمير ولايتونو کي په داسي حال کي د عملياتو د پيليدو خبره کيږي ،چي اوس د افغان ځواکونو د شميرې او وړتيا په اړه شکونه را پورته سوي دي.

د افغانستان غربي متحدين افغان عسکر د خپل ملک امنيتي مسؤليت ته د اوږي ورکولو جوګه نه بولي، خو افغان حکومت بيا وايي چي که يې عسکر د ناټو په تجهيزاتي سټندرد برابر سي ،نو تر خارجي عسکرو به ښه د ملک ناخوالو ته ځواب ورکړي .

Flash-Galerie Bundeswehr-Einsätze 2010
انځور: AP

د شاهين قل اردو قومندان وايي چي د پنجشنبيې په ورځ يې په سلګونو تنه نوي پوځيان دغلته تر پوځي روزني وروسته فارغان کړي دي .

جنرال ويسا وويل چي د شاهين قل اردو له روزنيز پوځي مرکزڅخه 1400تنه پوځيان فارغان سول .

ويل کيږي چي ددغو عسکرو څخه به 300 تنه په همدې قل اردو کي او پاته نور به نورو کنډکونو ته د ماموريت دپاره واستول سي .

ميرويس جلال زي

کتونکی : محمد قاسم نوري