1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کشمير کې شپږ مشکوک اورپکي وژل شوي دي

۱۳۸۵ اسفند ۱۷, پنجشنبه

د هند د نظامي کړيو په وينا امنيتي ځواکونو د هند تر ولکې لاندې کشمير کې شپږ تنه مشکوک اسلامي توندلاري وژلي دي. يوه وياند د پنج شنبې په ورځ وويل چې يوه ورځ پخوا لا په کوپوارا نومي سيمې کې نښتې شوې وې چې په ترڅ کې د هند عسکرو و لاس ته مهمات ورغلي وو.

https://p.dw.com/p/DKF9
اورپکي دوو تروريستي ډلو، «لشکر طيبه» او «حرکت المجهادين« پورې اړه درلوده
اورپکي دوو تروريستي ډلو، «لشکر طيبه» او «حرکت المجهادين« پورې اړه درلودهانځور: AP
ويل کېږي چې اورپکي دوو تروريستي ډلو، «لشکر طيبه» او «حرکت المجهادين« پورې اړه درلوده.
هند په پاکستان باندې تل دا تور لگوي چې د ترهگرو په وړاندې جدي گامونه نه اوچتوي. دواړو هېوادونو د خپلواکۍ له تر لاسه کولو وروسته درې جگړې کړي دي، چې دوه له هغو څخه د کشمير په سر وې. درې کاله وړاندې دواړو اتومي طاقتونو د سولې په اړه خبرې اترې پيل کړې وې.