1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پوتین ته د اوباما خبرداری

آژانسونه/ سید ریاض۱۳۹۲ اسفند ۲۶, دوشنبه

د امریکا ولسمشر بارک اوباما د یکشنبې په ورځ د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ویلي دي متحده ایالات د اوکرایین د کریمیا په سیمه کې د تر سره شوي ریفرنډم پایلې ردوي او د مسکو پر وړاندې یې د بندیزونو گواښ کړی دی.

https://p.dw.com/p/1BQjj
انځور: picture-alliance/dpa

اټکل کیږي چې واشنگټن به له خپل اروپایي متحدینو سره د دوشنبې پر ورځ د روسي چارواکو پر ضد یو شمیر «هدفمندو» جزایي اقدامات تر سره کړي. په عین وخت کې سپیني ماڼۍ ویلي دي اوباما، پوتین ته دا خبره واضحه کړې ده چې اوس هم په دیپلوماتیک ډول د دغه شخړې د حلیدو امکان شته خو په وینا یې روسیه باید لومړی په اوکرایین کې پوځي اشغال ته د پای ټکی کښیږدي.

د یکشنبې په ورځ دکریمیا اوسیدونکو په یوه ټولپوښتنه کې خپلې رایې کارولې وې، دغو خلکو یوازې دوې لارې په مخکې درلودې: یا به له روسیې سره یو ځای کیږي او یا به د خپلې واکمنۍ دایره نوره پراخوي چې په دواړو حالاتو کې د روسیې نفوذ خوندي پاتې کیږي. په کریمیا کې سیمه ییز حکومت ویلي دي چې د نیمیایي شمیرل شوو رایو له مخې ۹۵،۵ سلنه خلکو له روسیې سره د یو ځای کیدو په پلوي توب رایې ورکړي دي. د تور سمندرگي د دغه نیمه ټاپو اکثریت اوسیدونکي په روسي ژبه خبرې کوي.

د کریمیا سیمه ییز حکومت د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې له سخت مخالفت سره سره، د یکشنبې په ورځ یوه ریفرنډم یا ټولپوښتنه پر لار واچوله او خلکو خپلې رایې وکارولې. د کریمیا نیمه ټاپو په اوسني وخت کې د روسي سرتیرو له لوري کنټرولیږي.

سپینې ماڼۍ د اوباما او پوتین تر منځ د تلیفوني خبرو اترو خلاصه داسې وړاندې کړې ده چې: «هغه (اوباما) پر دې خبره ټینگار وکړ چې د روسیې اقدام د اوکرایین پر بشپړ ملي حاکمیت باندې تیری دی او له اروپایي متحدینو سره په همغږۍ دوی چمتو دي چې د روسیې د عمل پر وړاندې نوي بندیزونه وضع کړي.»

د سپینې ماڼۍ د وینا له مخې اوباما پوتین ته ویلي دي چې «د روسیې د پوځي یرغل تر سیورې لاندې» تر سره شوی ریفرنډم تش په نامه ریفرنډم وو او په وینا یې واشنگټن او نړیواله ټولنه به هیڅکله د دغه ریفرنډم پایلې و نه مني.

د کرملین د وینا له مخې پوتین، اوباما ته ویلي دي چې له روسیې سره د یو ځای کیدو په اړه تر سره شوی ریفرنډم مشروع وو او دواړه مشرانو په اوکرایين کې د ثبات رامنځ ته کولو له پاره د گډۍ همکارۍ پر سر موافقه وکړه.

همغږي بندیزونه

د رویټرز خبري آژانس د لویدیځ هیوادونو د سرچینو له قوله لیکلي دي چې د دوشنبې په ورځ د متحده ایالاتو له لوري د روسیې پر وړاندې د بندیزونو د لگولو اټکل کیږي. په عین وخت کې د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیران به هم د ورته یوه اقدام په اړه غور وکړي. اروپایي ټولنه له روسیې سره د سوداگرۍ په برخه کې په لویه کچه راکړه ورکړي لري.

په داسې حال کې چې واشنگټن او متحدین یې د یوه پوځي عمل تر سره کول ردوي، امریکايي او اروپایي چارواکو د اوونۍ په پای کې د هغو افرادو پر لستونو باندی کار وکړ چی په پام کی ده د هغوی پر ضد بندیزونه ولگول شي. خو داسې اټکل نه کیږي چې خپله پوتین دې په دغو کسانو کې پوتین شامل وي.

پیچلتیاوې

په عین وخت کې د اوباما اداره پر دې پوهیږي چې د روسیې پر وړاندې یو گام اخیستل خپله له پیچلتیاوو ډک دی. مسکو ته د جزا ورکولو هر گام ښایی لویدیځ په یو لړ نړیوالو مسایلو کې له ستونزو سره مخامخ کړي: لکه د ایران د شخړه ییز اتومي پروگرام د ديپلوماسي، په سوریه کې د کیمیاوي وسلو له منځه وړل او د روسیی له لاری له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو ایستل.

د آلمان غبرگون

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، فرانک والتر شتاین مایر
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر، فرانک والتر شتاین مایرانځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د بهرنیو چارو وزیر فرانک والتر شتاین مایر هم د نړیوالو قوانینو له مخې د دغه ریفرنډم پایلې رد کړي دي. هغه په خپلو خبرو کې ویلي دي: «بلې هو! دا یو جدي وضعیت دی چې د اروپایي ټولنې د ورځني بهرني سیاست سره لږ سر او کار لري، دا دلته په بروکسل کې هم احساسیږي چې د اروپایي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې د تر سره کیدو له پاره چمتووالی نیول کیږي. دا به آسانې پریکړې نه وي، تر ټولو د مخه د واضحه عامه غوښتنو تر سره کیدل. او تر ټولو لومړنۍ او مهمه خبره دا ده چې: هغه څه چې روسیه په دغه ځای کې کوي، د کریمیا د ضمیمه کولو له پاره چمتووالی، هغه د نړیوالو قوانینو له مخې د قبلولو وړ نه دی.»