1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کراچي کي گرمۍ تر ۷۰۰ زيات انسانان وژلي

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ تیر ۳, چهارشنبه

د پاکستان د سندهـ ایالت په مرکز کراچي ښار کې ایالتي حکومت د سختي گرمۍ له کبله تر ۷۰۰ زیاتو کسانو تر مړيني وروسته بیړنی حالت اعلان کړ. اوس هم په روغتونو کې په زرونو کسان له مرگ او ژوند سره لاس او گریوان دي.

https://p.dw.com/p/1FmV4
انځور: Reuters/A. Soomro

د آلمان خبري آژانس د رپوټ له مخي د سندهـ د روغتیا ایالتي وزیر جام مهتاب دهر، ویلي دي چې له تیري جمعې ورځې راهیسې په دغه ایالت کې تر۷۰۰ زیات کسان د گرمۍ له کبله مړه شوي دي.

هغه په خپلو څرگندونو کې زیاته کړې ده چې له گرمۍ څخه په اغیزمنو شوو کسانو روغتونونه ډک شوي دي. د هغه په وینا هغه ځایونه چې مړي پکښي په یخچالونه کې ساتل کیږي هم تر خپل وروستي حده ډک دي.

په تلویزونونو کې ښوول چې ناروغان په روغتونونو کې پر ځمکه پراته دي او ډاکټران له یوه ناروغ څخه بل ناروغ ته منډه وهي، څو ژوند يې وژغوري.

دغه راز د پوځي او ملکي ډاکټرانو ژغورونکو سازمانونو په لسونو مؤقتي روغتیایي کمپونه جوړ کړي دي، څو له هغو خلکو سره مرسته وکړي چې گرمۍ او جل وهلي وي یا یې وجود د اوبو له کمښت سره مخامخ وي.

د روغتیا وزارت ایالتي رئیس اعجاز افضل ویلي دي، داسې اټکل کیږي چې د مړو شمیر به نور هم لوړ شي، ځکه چې په وینا یې شا او خوا لس زره کسان په روغتونونو کې تر درملني لاندي دي.

د پاکستان د هوا پيژندني ادارې مشر غلام رسول، ویلي دي چې په تیرو وروځو کې د تودوخې درجه تر ۴۵ سانتي گراد هم اوښتې وه.

د کراچۍ د ستر روغتون «جناح هسپتال» یوه ډاکټر سیمي جمالي ویلي دي چې کابو ټول کسان د گرمۍ د څپې او یا هم د ستومانۍ له کبله مړه شوي دي. په جناح روغتون کې تر ټولو زیات کسان مړه شوي دي.

د «ایدهي» په نوم د پاکستان تر ټولو ستر خیریه بنست یوه رضاکار معراج احمد ویلي دي چې تر لسو زیات کسان د سندهـ ایالت په نورو برخو کې د گرمۍ له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همداشان د ۱۱۲۲ خدماتي شمیرې د ژغورونکي ډلې څخه ډاکټر نثار احمد ویلي دي چې د گرمۍ د سختې څپې له کبله د پنجاب ایالت په سویلي برخه کې هم تر لسو زیات کسان مړه شوي دي.

په اپریل او می میاشتو کې د پاکستان د گاونډي هیواد هند په اندهر پردیش او تلنگانا ایالتونو کې د گرمۍ څپې نزدې۲۵۰۰ کسان ووژل.