1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کاناډا کي د پناه غوښتنه په بې ساري توګه زیاته شوې

۱۳۹۷ فروردین ۲۹, چهارشنبه

په کانادا کي د پناه غوښتنه زیاته شوې ده. په دې هيواد کې د پناه غوښتونکو ادارې د معلوماتو له مخې دا په داسي حال کي ده چي په امريکا کې له هايتي څخه د پناه غوښتونکو موقتي ويزې فسخ اعلان کړي دي.

https://p.dw.com/p/2wEpC
Kanada Flüchtlinge an Grenze zu Roxham Road in Champlain New York
انځور: Getty Images/AFP/G. Robins

په کاناډا کې  سیمه ايز څيړنيز مرکز پيو څرګنده کړې ده چې په ۲۰۱۷م کال کې د پناه غوښتونو شمير يو نوې ريکارد جوړ کړې او د ۲۰۱۶م کال سره د پرتلنې له مخې يې شمير تر دوه چنده زيات شوی دی. په تيرکال کې له ۵۰۴۲۰ ثبت شوی پناه غوښتنو څخه ستر شمير يې له هايتی هيواد څخه وو. 

په کاناډا کې د پناه غوښتونکو ادارې د معلوماتو له مخې له هايتې څخه د پناه غوښتنو په شمير کې ډېرښت په مستقيم ډول په امريکا کې د هغوی د استوګنې له قانوني وضعيت سره تړاو لري. په ۲۰۱۷م کال کې د امريکا ولسمشر دونالد ترامپ له هايتي څخه پناه غوښتونکې چې شمير يې ۴۶ زره کسان ول، د اوسیدنې موقتي ويزې فسخ اعلان کړي چې د د غو پناه غوښتونکو له پاره ورکړل شوو ويزو قانوني وخت په ۲۰۱۹م کال کې پاي ته رسیږي.

د روان ميلادي کال له پيل راهیسې کاناډا، له مرکزي امريکا څخه د پناه غوښتونکو مخ پر ډيريدونکي شمير ته چمتووالې نيسې. ځکه په پام کي ده چې په امريکا کې د السلوادور د ۱۹۵۰۰۰ مهاجرو له پاره به د اوسېدني موقت پروګرام هم فسخه شي.

دغه راز په کاناډا کې د هايتي تر وگړو وروسته په تير کال کې  له نايجريا څخه (۴۴۷۵) او له ترکيې څخه (۲۱۹۷) تر ټولو زيات شمير کسانو د پناه غوښتنه کړي ده. په ټوله ايزه توگه په کاناډا کې د پناه غوښتنه د دغه هيواد د مهاجرت ادارې له تاسیس راهيسي تر اوسه بې سارې ده.