1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کار کي ژورخفګان يا ډيپرېشن ښکاره علتونه لري

۱۳۸۸ آذر ۱۳, جمعه

د کار د لاسه سړی مريض کيدلای هم سي ، اواوسنی اقتصادي بحران د کار فشار او رقابتونه نورهم ډيروي ، چه په نتيجه کي ورسره ژور خفګان هم راپيدا کيږي

https://p.dw.com/p/KqJE
انځور: Silvia Tagge

په آلمان کې د اشپزخانو د فرنيچر يو شرکت په تېرو کالونو کې همېشه تاوان وکړ، ځکه يې په سلگونو کارځايونه د منځه يوړل . خو د اقتصادي بهبود دپاره دغه کار کافي نه و، چه له امله يې د دغه شرکت منجرانو ته يوه بله مفکوره ورپيدا شوه : د 1800 کارکونکو تر منځ يې د سيالۍ او رقابت يوه فضا رامنځته کړه . د 2012 م کال تر پايه پوري بايد په څلورو فابريکو کې کارکونکو ښودلي وای چې څومره ښه کار کولی شي . هغه کارخانه چې په اقتصادي لحاظ يې تر ټولو خرابه نتيجه ورکوله، بايد تړل شوې وای . دا په متوسطواو لويو شرکتونو کې د تغييرات راوستلو يوه بېلگه ده چې دغه بدلونونه بيا د کارکونکو دپاره سخت او خراب عواقب لري . ارواپېژندونکی راينهولد بيانکي دغسي قضيې له خپل ورځني کار څخه ښه پېژني:

«کله چې انسانان له دغو مشکلاتو سره په دوامداره ډول مخامخ وي، نو د فشار احساس يې ډېريږي . د پرله پسې والي، د راحت او غړيتوب احساس پرې زيانمن کيږي . ورسره فشار هم زياتيږي . په خلکو باندې لوی بوج پروت وي ځکه چې غواړي خپل کارځاي د لاسه ورنه کړي . بيا نو نارضايتي او کشمکشونه سړی ځوروي، چې له امله يې ژور خفگان پيدا کيږي.«

د AOK په نامه بيمه هر کال د کارپه چاپېريال کې د ضايع شويو وختونو يو رپوټ خپروي . د دغه رپوټ له مخي څرگنديږي چې په تېرو کالونو کې د آلمان ډېر اتباع حتی د مريضۍ په وخت هم کار ته ځي . ځينې بيا په دې ترتيب د خپل ډاکتر له مشورې څخه هم سرغړونه کوي : دا ځکه چې وېريږي چې خپل کار به د لاسه ورکړي . دغه روحي فشار ډېر خطرناکه دي : هغه د اوږدو او جدي ناروغيو سبب کېدای شي . گېرد وېسترمن چې په شرکتونو کې د روغتيا د ودي يوې ټولنې پوري اړه لري، په برلين کې له AOK دبيمې سره ګډکار کوي . د هغهء په نظر د کار شرايط او روحي ناروغۍ يوپه بل پوري اړه لري:

«د خفگان د مريضۍ کچه وار په وار زياته شوې ده . علت يې دا دی چې په تقريباً ټولو شرکتونو کې د تغييراتو لړۍ پيل شوې ده.«

Flash-Galerie Feinde am Arbeitsplatz
انځور: picture-alliance / dpa

وار په وار پسې نوي جوړښتونه او تغييرات راځي . هيڅوک نه پوهيږي چې سبا به چېري مصروفيت ولري . د وخت د کمۍ تر څنگ د کارکونکو د ناروغۍ نور علتونه هم سته.

د امريکا په متحده آيالتونو کې ټولنپوه ريچارد سېنېت موندلي چې په تېرو څو کلونو کې د کار شرايط په ژوره توگه بدل شوي دي . دا هم د شرکتونو دپاره او هم د کارکونکو دپاره د ډېرو بدلونونو په معنا وي:

«په تېرو 15 کلونو کې د کار په چاپېريال کې راغلي تغييرات د دې باعث شوي چې د خلکو تر منځ پيوستون او نژدېوالی کم شي . خلکو خپل هويت د لاسه ورکړی دی . هغوی په لنډ مدت فکر کوي او ژر بدليږي رابدليږي . هغوی هر څه کوي تر څو په چټک ډول ډېر ژر ګټي تر لاسه کړي.«

کارپوهان په يوه خوله وايي چې انسان ثابتو اړيکو او ټولنيز ملاتړ ته ضرورت لري . د دغو پديدو ضعيفېدل ځيني خلک ډېر ځوروي، او ځيني حتی پرې ناروغه کيږي . يعني د مرض خطر په دې هم زياتيږي چې د شرکت منجران په بازار کې د رقابتونو او سيالۍ فشار پر خپلو کارکونکو ورتپي .

ماسټ کیرشنينګ/ نسيم صابر

کتونکی : محمد قاسم نوري