1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې چاودنو شپږ تنه وژلي دي

۱۳۹۸ فروردین ۱, پنجشنبه

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د يوه وياند په حواله په کابل کې د پنجشنبې په ورځ د څو چاودنو په پايله کې شپږ کسان وژل شوي او ۲۳ ټپيان دي.

https://p.dw.com/p/3FQ04
Afghanistan Symbolbild Anschlag
انځور: Reuters/O. Sobhani

د نوي لمریز کال پر لومړۍ ورځ په داسې حال کې چې خلکو د نوروز جشن لمانځه د کابل په لويدیځ کې د يوې چاودنې غږ واريدل شو. د کابل د امنيې قوماندانۍ له خوا ويل شوي چې دا چاودنه د سخي زيات ته څېرمه شوې ده.

د امنيې قوماندانۍ وياند بصير مجاهد، د آلمان خبري آژانس سره په خبرو کې تائيد کړې چې دا پېښه د کابل په لويديځ کې د سخي زيارت ته څېرمه رامنځ ته شوې ده.

خو د پيښې په اړه تر اوسه ضد ونقيض رپوټونه ورکړل شوي دي. د کورنيو چارو يوه وياند ويلي چې دا هوان مرمیو بريد وو. د دفاع وزارت بیا د تويتر له لارې ويلي چې د نوروز په ورځ درې توغندي د عامو خلکو پر کورونو او د نوروز پر غونډو توغول شوي دي.

د دفاع وزارت له خوا ويل شوي چې پوليسو بريد کوونکی نيولی دی او سيمه یې خوندي کړې ده.

عيني شاهدانو ځايي رسنيو ته ويلي چې لږ تر لږه درې چاودنې اوريدل شوي او د تلفاتو ويره یې څرگنده کړې ده. دا پېښه په داسې حال کې رامنځ ته شوې ده چې په هغو ځايونو کې چې د نوي کال مراسم پکښې لمانځل کیږي، سخت امنيتي تدابير نیول شوي دي.