1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

په کابل کې چاودنو دوه پولیس وژلي دي

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۹, چهارشنبه

افغان چارواکو ویلي دي چې په کابل کې د چهارشنبې ورځې په بریدونو کې دوه پولیس وژل شوي دي. په دې ورځ د کابل په دوو برخو کې لږ تر لږه درې پرله پسې ځانمرګي بریدونه وشول. داعش د یوه برید بړه منلې ده.

https://p.dw.com/p/2xQLx
Afghanistan Kabul - Sicherheitskräfte am Einsatzort nach mehreren Selbstmordanschlägen
انځور: picture-alliance/AP Photo/R. Gul

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش، اسوشیتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې د کابل په لویدیځه برخه کې د چهارشنبې ورځې په برید کې دوه پولیس وژل شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندان جنرال داود امین، بیا په دغه برید کې د دوو نورو پولیسو ټپي کیدل تأید کړي دي. د هغه په خبره د کابل ښار په مرکز کې یو بل برید هم شوی دی چې له کبله یې نښتې رامنځ ته شوې دي. اوس هم په سیمه کې د برید کوونکو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي.

د امنیې قومندان په خبره په دویم برید کې یوه ځانمرګي برید کوونکي د پولیسو د یوه مرکز مخې ته ځان الوزولی دی. هغه زیاته کړې ده چې یو شمیر نورو وسله والو کسانو بیا سیمې ته نزدې یوه وداني نیولې او له هغه ځایه پر امنیتي ځواکونو باندې ډزې کوي.

تر دې مخکې په کابل کې د امبولانس د خدمتونو ادارې مشر عاصم، خبري آژانسونو ته ویلي ول چې تر اوسه پورې د برید له کبله شپږ تنه ټپي شوي کسان روغتونو ته لیږدول شوي دي.

داعش ترهګرې ډلې د کابل د چهارشنبې ورځ د یوه برید پړه منلې ده. دغې ډلې د خپل ایماق خبري آژانس له لارې ویلي دي چې د کابل په لویدیځه برخه کې یې د پولیسو پر یوه مرکز باندې برید کړی دی.

داعش په وروستیو وختونو کې په کابل کې د یو شمیر خونړیو بریدونو پړه منلې ده. که څه هم دغه ډله په افغانستان کې پراخې سیمې تر خپل کنترول لاندې نه لري، خو بیا هم د دې هیواد په زړه کې د همغږو شویو بریدونو تر سره کولو وړتیا لري چې ډیر وخت د زیات شمیر ملکيان د وژل کیدو لامل کیږي.