1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې پر مېلمستون برید ۱۴تنه وژلي

آژانسونه/ سيد رياض۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۴, پنجشنبه

د اسوشیدت پرس خبري آژانس د یوه جگپوړي افغان چارواکي له قوله ویلي دي چې پر مېلمستون باندې د طالبانو په یرغل کې د بهرنیانو په شمول ۱۴ تنه وژل شوي دي. د خبري آژانس په وینا دغه چارواکي د نوم د نه اخیستو په شرط خبرې کړي.

https://p.dw.com/p/1FPZJ
انځور: EPA/JAWAD JALALI

نوموړي خبري آژانس د دغه چارواکي له قوله ویلي دي چې په وژل شوو کسانو کې نهه بهرنیان شامل دي چې اووه تنه نارينه او دوې ښځې دي. ويل شوي دي چې په وژل شوو کسانو کې پنځه تنه افغانان هم شامل دي.

د فرانسې خبري آژانس هم په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه شمیر په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د یوناما دفتر له خوا تائید شوی دي. د یوناما له خوا په یوه خپره شوې وېنا پاڼه کې راغلي دي چې «په کابل کې د پارک پېلس په هوټل کې د یوه کلتوري محفل له پاره پر راټولو شوو ملکي کسانو باندي برید ۱۴ ملکیان وژلي او یو شمیر یې ټپیان کړي دي.»

افغان امنیتي ځواکونه د پلازمېني کابل په کلوله پشته سیمه کې د «پارک پېلس» هوټل شا او خوا سیمه تر یرغل وروسته کلابنده کړې ده. دغه برید د چهارشنبې په ماښام نزدې ۸:۳۰ شوی وو. دغه سیمه چې دیپلوماتیکه سیمه ده، نور مېلمستونونه هم پکښې شته چې بهرنیان ورځي. له پولیسو سره تر څو ساعته مقاومت وروسته دغه یرغل پای ته رسیدلی دی.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې د کابل د پولیسو د مشر عبدالرحیم رحیمي، له قوله لیکلي دي: «د مېلمستون کلابندي تر اوو ساعتونو وروسته ختمه شوې ده. امنیتي ځواکونه په دې توانیدلي دي چې ۵۴ تنه وژغوري.»

په کابل کې د امریکا متحدو ایالاتو سفارت ویاندي مونیکا کومېنگز په دغه یرغل کې د یوه امریکايي ملکي وگړي وژل تائید کړي دي. ځایي رسنيو په پیښه کې د دوو هندي اتباعو د وژل کیدو رپوټونه هم ورکوي.

د افغانستان د کورنیو چارو مرستیال وزیر ایوب سالنگي ویلي دي چې د دغه هوټل یا مېلمستون درې کارکونکي، دوه بهرنیان او عسکر ټپیان شوي هم دي. هغه ویلي دي چې دوه برید کوونکي د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي. خو یو بل چارواکي ویلي دي چې برید کوونکي درې تنه ول او درې سره وژل شوي دي.

طالبانو د دغه برید مسئولیت پر غاړه اخیستی دی او ادعا کوي چې برید د دوی يوه جنگيالي کړی دی.

دغه خبري آژانس د یوه عیني شاهد احمد رشاد له قوله لیکلي دي: «ما واوریدل چې دلته به یو کنسرت وي، خو یاغیان د کنسرت تر پیلیدو دمخه دغه ځای ته ورننوتل.»

د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې د کابل د پولیسو د مشر له قوله لیکلي دي چې په برید کې د بهرنیانو او افغانانو په شمول پنځه تنه وژل شوي دي خو د هغوی د هویت په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

د فرانس پرس په وینا د هند سفر د ټویټر په لنډ پیغام کې لیکلي دي چې په تلفاتو کې څو هندیان هم شامل دي، خو په دې هکله یې نور معلومات نه دي ورکړي چې هغه د ټپیانو په ډله کې دي که د وژل شوو کسانو په ډله کې.

تر دې دمخه د هند صدراعظم نریندر مودي هم د ټویټر په لڼد پیغام کې ویلي ول چې «دی د وضعیت په هکله اندیښمن دی او د هر کس د خوندیتوب له پاره دعا کوي.»

فرانس پرس د هوټل د یوه کارکونکي له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی ویلي دي چې په دغه هوټل کې د افغان سندرغاړي الطاف حسین، یو کنسرت په پام کې وو او ډیرو کسانو ته پکښې د گډون بلنه ورکړل شوې وه.

ویل کیږي چې دغه هوټل د ملگرو ملتونو ودانۍ، د نړیوالو مرستندویه سازمانونو او یوه بهرني روغتون ته څیرمه پروت دی.