په کابل کې د ساختماني محصولاتو نندارتون
د سوداگرۍ او صنایع خونې او په افغانستان کې د پانگونې ادارې آیسا، په کابل کې د ساختماني محصولاتو یو نندارتون جوړ کړی دی. د افغانستان د کورني شرکتونو تر څنگ د سیمې یو شمیر شرکتونو هم خپل ساختماني صنایع نندارې ته ایښي دي.
دغه نندارتون د لویې خیمې په تالار کې د درو ورځو له پاره پر لار اچول شوی دی او افغاني، ترکي، ایراني او عربي شرکتونو خپل ساختماني محصولات نندارې ته ایښي دي.
دغه نندارتون د افغانستان د سوداگرۍ او صنایع خوندې او په افغانستان کې د پانگونې د ملاتړ ادارې آیسا، له لوري پر لاره اچول شوی دی. نندارتون د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۱۴م کال نومبر ۱۸مه) پرانیستل شو.
په دغه نندارتون کې د یوه ساختمان یا ودانۍ د جوړیدو له پاره د کاریدونکو موادو نمونې او لازم ابزار نندار ته ايښول شوي دي.
څو غرفې د پلاستیک نلونو او کانالیزاسیون ابزارو او لوازمو ته ځانگړې شوې دي.
په دغه نندارتون کې د یو شمیر هیوادونو انجینرانو او معمارانو او همداشان د ساختماني موادو تولیدونکو خپل نظرونه سره شریک کړل.
دغه نندارتون چې د لویې جرگې د خیمې په تالار کې جوړ شوی دی، بېلابېل برقي لوازم هم نندارې ته ايښول شوي دي.
دغه غرفه عصري ساختماني لوازمو او تجهیزاتو ته ځانگړې شوې ده. د بیلگې په توگه بې سیمه سیستمونه، انټرنیټ او امنیتې کمرې نندارې ته ايښول شوي دي.
اوس مهال د پخوانیو نلونو پر ځای له «زرغونو» نلونو څخه کار اخیستل کیږي. دغه ډول نلونه ډیر مقاومت لري.
حالا افغانستان در بخش های مختلف مصالح و صنایع ساختمانی را خودش تولید می کند. مثل این نل ها.
له هغو لوازمو څخه چې د ودانۍ په دننه کې ترې کار اخیستل کیږي، لکه لرگین فرش، کاغذي دیوالونه او دې ته ورته نور محصولات هم په دغه ننداتون کې نندارې ته ایښول شوي دي.
په دغه نندارتون کې بېلابېل معدني ساختماني مواد هم نندارې ته ایښول شوي دي. د بېلگې په توگه د بیلابیلو هیوادونو سمنت. افغانستان خپله هم د سمنتو کان لري، خو د هغی پر استخراج باندی بیا پیل نه دی شوی او د سمنتو لویه برخه له نورو هیوادونو څخه راواردوي.