1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د امریکا د سفارت د ودانۍ لانجه

آژانسونه/ عبدالباري حکیم۱۳۹۴ تیر ۱۹, جمعه

د امریکا د کانگرس «حکومتي حساب ورکولو دفتر» ویلي دي چې په کابل کې د متحده ایالاتو د سفارت د ودانۍ جوړلو کار د ځنډ او زیات لگښت له امله له سخت خنډ سره مخامخ شوی، چې ښايي د سفارت د امنیت پر خوندې ساتلو باندی اغیزه وکړي.

https://p.dw.com/p/1FwL7
انځور: picture alliance/chromorange

د امریکا متحده ایالاتو د کانگرس د پلټنې یوه څانگه چې د «حکومتي حساب ورکولو دفتر» په نامه یادیږي او په خپل انگلیسي مخفف (GAO) سره شهرت لري په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت د ودانۍ کار په دې وروستیو وختو کې تر ارزونې لاندې نیولی دی او پر حکومت یې تور لگولی دی چې د هغې د کار په پرمختگ کې یې ډيره نیمگړتیا کړې چې ښايي د سفارت امنیت «اغیزمن کړي.»

خو د ولسمشر بارک اوباما ادارې ویلي دي چې په تیرو کلونو کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د شمیر زیاتول او اوس په ناڅاپي توگه په دغه شمیر کې کموالی د هغو ځینو نورو عواملو په جمله کې دی چې لازمه وگڼل شوه تر څو د سفارت د کار د ودانۍ په پروژه کې یو څه بدلون راوستل شي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو په وزارت کې د بهرنیو ودانیو د چارو رئیسې لیدیا مونیز، د استازو د مجلس د څارنې او د حکومتی اصلاحاتو کمیټې ته وویل: «دا غیر معقوله ده چې د هغه یو ماستر پلان د تطبیق د پرمختگ انتظار وشي چې د اتو کلونو مخکې شرایطو له مخې جوړ شوی دی.»

خو د استازو د مجلس د نوموړې کمیټې غړو دا ډول استدلال رد کړ او ویې ویل چې جگړه په افغانستان کې د پخوا په څير روانه ده. د نوموړې کمیټې د دیموکرات گوند غړي ستیفن لینچ، وویل: «دغه اضافي لگښت باید آن له سره اټکل شوی او سنجول شوی وای.» هغه زیاته کړه: «دا باید زموږ له پاره د حیرانیتا خبره نه وای چې هلته بیرته جگړه پیل شوه. موږ پوهیږو چې هلته دا لس ۱۲ کاله کیږي چې جگړه روانه وه.»

د «حکومتی حساب ورکولو دفتر» ویلي دي چې د سفارت د ودانۍ د دوو قراردادونو لگښت کابو ۲۷ سلنه لوړ شوی، یعنی تر ۷۹۲،۹ میلیون ډالرو پورې ورسید. نوموړې ادارې یادونه کړې چې سربیره پر دې د ودانۍ د کار بشپړول درې کاله وځڼډول شو. دغې ادارې وړاندې ویلي: «د سفارت د ساحې د پراخیدو سره سره د بهرنیو چارو وزارت د سفارت د تأسیساتو له پاره اړین امینتی تدابیر پلان کړي نه دي.» د نوموړې ادارې په رپوټ کې دا هم راغلي دي چې د بهرنیو چارو وزارت په متناقض ډول له امنیتي تدابیرو څخه کار اخیستی دی.

د GAO د رپوټ له مخې د متحده ایالاتو د استازو د مجلس د څارنې او حکومتی اصلاحاتو کمیټې هغه څه تر څیړنې لاندې نیولي دي چې نوموړې ادارې د «د سفارت د موقتي دفترونو او د هستوگني د ځایونو له پاره د ناکافی او مختلفې سطحې امنیتی تدابیر» گڼلي دي.