1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي ځانمرگي بريد يو پوليس وواژه

احمدولي اڅکزی (آژانسونه)۱۳۹۳ آذر ۲۷, پنجشنبه

افغان امنيتي چارواکي وايي چي يو ځانمرگی بريد کوونکي مخکي تر دې چي په کابل کي خپل هدف ته ځان ورسوي خپل د چاودېدونکو موادو ډک موټر چولی دئ.په دغه پېښه کي يو افغان پوليس وژل سوی او درې نور ژوبل سوي دي.

https://p.dw.com/p/1E6cv
انځور: Reuters/O. Sobhani

د کابل د پوليسو وياند هشمت ستانکزي ويلي دي چي د پنجشنې په ورځ (۲۰۱۴م کال د دسمبر ۱۸) يوه ځانمرګي بريد کوونکي په پام کي لرل چي کابل ته ننوزي او د ښار د ګڼي ګوڼي په کوم ځای کي چاودېدونکو موادو ته انفجار ورکړي. خو «دغه کس د پوليسو له خوا تر تعقيب لاندي ونيول سو.»

د کابل ولايت د پوليسو قومندان عبدالرحمن رحيمي ويلي دي چي بريد کوونکي هغه وخت چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه، چي موټر ئې د پوليسو له خوا را وګرځول سو. د افغانستان وسله والو طالبانو په خپله يوه خبرپاڼه کي د دغه بريد پړه منلې ده.

افغان چارواکو په دوامداره توګه ادعاوي کوي چي پر پلازمېنه کابل يې څو ځله د بريدونو مخه نيولې ده. دا په داسي حال کي چي د افغان حکومت وسله والو مخاليفينو په زياته په کابل کي خپلو بريدونو ته ادامه ورکړې ده. هغوی په تيرو هفتو کي په کابل کي څو ځله افغان امنيتي ځواکونه او په همدې ډول د دباندنيانو د اوسېدو او کار کولو ودانۍ په نخښه کړي دي.

د بريدونو په پايله کي په تيره يوه مياشت کي پنځه بهرنيان وژل سوي دي. په دغو بريدونو کي پر غېر نظامي ځايونو لکه د استقلال لېسه هم شامل دي چي پکښي ځانمرګي بريد کوونکي يو آلمانی وواژه او يو شمېر نور انسانان يې ټپيان کړل.

په افغانستان کي د ناټو په مشرۍ جنګي ماموريت د روان مېلادي کال په پای ته رسېدو سره ختميږي. د دغه ماموريت ځای به د «پريکړنده ملاتړ» په نوم د ناټو نوی ماموريت ونيسي چي پکښي تر ۸۵۰ پوري آلماني عسکر به هم شامل وي.

ناټو غواړي چي د دغه غېر نظامي ماموريت په ترڅ کي افغان امنيتي ځواکونه وروزي او هغوی ته مشورې ورکړي.