1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي ځانمرګي بريد دوه تنه وژلي او ۲۰ تنه نور ټپيان کړي دي

نجيب الله زيارمل/ آژانسونه۱۳۹۲ دی ۲۲, یکشنبه

په کابل کي د پوليسو د انتقال پر يوه بس موټر باندي په ځانمرګي بريد کي يو تن ملکي وګړی او يو پوليس وژل سوی دی او ۲۰ تنه نور پوليس ټپيان سوي دي. ويل سوي دي چي بريد پر بايسکل باندي د يوه سپاره کس له خوا ترسره سوی دی.

https://p.dw.com/p/1ApM4
انځور د يوې بلي پيښي دی
انځور: Reuters

د کابل د پوليسو وياند حشمت ستانکزی د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي پېښه د يکشنبې په ورځ (۲۰۱۴ کال د جنورۍ ۱۲) د کابل- جلال آباد پر لويه لاري باندي رامنځ ته سوې ده.

ستانکزي ويلٍي دي: «دغه ځانمرګی بريد چي پر بايسکل باندي د يوه سپاره کس له خوا د پوليسو د انتقال پر بس موټر باندي تر سره سوی دی، يو ملکي وګړی او يو تن پوليس وژل سوی دی او شل تنه پوليس نور ټپيان سوي دي، چي د ډيرو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل سوی دی.»

يوه عيني شاهد عبدالمجيد د فرانسې خبري آژانس ته په سيمه کي د خپل سترګو ليدلی حال بيان کړی دی: «ما په خپله يو کس وليد چي پر بايسکل باندي سپور وو او کله چي د پوليسو بس موټر ته ورنژدې سو سمدلاسه چاودنه رامنځته سوه.»

له سیمي څخه ورکړل سوي راپورنه وايي چي د پوليسو د انتقال بس موټر په دغه پيښه کي په بشپړه توګه له منځه تللی نه دی او يوازي يې د کيڼ لاس کړکيو هنداري ماتي سوي دي.

په دغه سيمه کي د تيري عيسوي مياشتي په وروستيو کي د بهرنيو ځواکونو پر یوه پوځي کاروان باندي په ځانمرګي بريد کي دوه سلواکي او يو امريکايي عسکر ووژل سول.

د پيښي مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دی. د دغي ډلي يوه وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي دي: «ځانمرګی بريد د دوی د يوه جنګيالي له خوا د پوليسو د انتقال پر بس موټر باندي ترسره سوی دی او يو شمېر پوليس او افسران يې وژلي او ټپيان کړي دي.»

په پام کي ده چي د روان ۲۰۱۴ مېلادي کال تر پايه پوري له افغانستان څخه ټول بهرني ځواکونه ووځي او د دغه هيواد امنيتي مسووليت يوازي افغان امنيتي ځواکونه پر غاړه واخلي.

خو د کارپوهانو په اند افغان امنيتي ځواک لا تراوسه پوري د دې جوګه نه دی، چي ټول مسووليت ته په يوازي سره اوږه ورکړي. ناټو ويلي دي چي که افغان ولسمشر حامد کرزی له واشنګټن سره امنيتي تړون لاسليک کړي نو دوی به په ۲۰۱۵ کال کي په افغانستان کي يو بل روزنيز ماموريت پيل کړي.

د دغه ماموريت موخه د افغان امنيتي ځواک روزل او د هغوی تجهيز ښوول سوې ده.