1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي پر يوه مېلمستون باندي په بريد کي يوه نجلۍ وژل سوې ده

نجيب الله زیارمل/ dpa دويچه ويله۱۳۹۳ فروردین ۸, جمعه

د کابل امنيتي چارواکي وايي چي د دغه ښار د دریمي کارتې په سميه کي د وسله والو طالبانو څلورو تنو جنگياليو د بهرنيانو پر يوه مېلمستون باندي د جمعې په ورځ ماسپښين ځانمرگی بريد او وسله وال يرغل کړی دی.

https://p.dw.com/p/1BY8w
Kabul Angriff auf Gasthaus 28.03.2014
انځور: Reuters

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت مرستيال وزير ايوب سالنگي ويلي دي چي په دغه يرغل کي يوه کوچنۍ نجلۍ وژل سوې ده او يو تن پوليس ټپي سوی دی.

تر دې دمخه د پوليسو یوه چارواکي چي نه يې غوښتل نوم يې واخيستل سي د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د دغو څلور تنو يرغل کوونکو له ډله څخه يوه يې د مېلمستون په دروازه کي ځان چولی دی او درې تنه نور د مېلمستون په ننوتلو توانېدلي دي. دغه چارواکي زياته کړې ده چي دوه تنه يرغل کوونکي د مېملستون په دننه کي د امنيتي ځواکونو له خوا وژل سوي دي او دريم لا مقاومت کوي.

د کورنيو چارو وزارت دغه چارواکي ويلي دي چي تر اوسه پوري پوليسو له دغه مېلمستون او شاوخوا سيمي څخه ۲۰ تنه بهرنيان چي کوچنيان هم پکښې شامل دي را ايستلي دي. پوليسو ويلي دي هغه خارجيان چي دوی را ايستلي دي امريکايان، استراليايان او افريقايان دي.

ژغورل سوي بهرني وگړي
ژغورل سوي بهرني وگړيانځور: Reuters

تر دې دمخه امنيتي چارواکو ويلي ول چي له دغه مېلمستون څخه شپږ تنه بهرني وگړي د گاونډي کور له لاري په تېښتي بريالي سوي دي. د کابل د پوليسو قوماندان ويلي دي چي وسله وله نښته اوس هم روانه ده. امنيتي چارواکو تر اوسه پوري د تلفاتو په اړه څه نه دي ويلي.

د پيښه پړه وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستې ده. د دغي ډلي يوه وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته په لېږلي پيغام کي ويلي دي چي د دوی جنگياليو په کابل کي پر يوې کليسا باندي يرغل کړی دی.

افغان ملي پوليس د يوه بهرني د ژغورلو په حال کي
افغان ملي پوليس د يوه بهرني د ژغورلو په حال کيانځور: Reuters

هغه لیکلي دي «د مجاهدينو يوې ډلي په کابل کي پر هغي ودانۍ باندي يرغل کړی دی چي ظاهراً د خارجيانو د اوسېدو ځای ښکارېدی، خو په واقعيت کي دلته يوه کليسا وه چي افغانان يې مسيحيت ته رابلل.»

دا په درو ورځو کي په کابل کي دوهم وسله وال يرغل دی چي ترسره کيږي. په پلان کي ده چي د اپريل مياشتي پر پنځکه نېټه به په افغانستان کي د ولسمشرۍ او ولايتي شوراگانو ټاکني ترسره سي.