1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي پر سردار محمد داود خان روغتون يرغل

۱۳۹۵ اسفند ۱۸, چهارشنبه

افغان چارواکي او عیني شاهدانو ويلي دي چې وسله والو کسانو چې یو یې د ډاکټر جامې اغوستي وې په کابل کې سردار محمد داود خان روغتون ته ننوتي او له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

https://p.dw.com/p/2Yo00
Afghanistan Polizeieinsatz nach Explosionen in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

یوه امنیتي چارواکي وویل چې د سردار محمد داود خان روغتون د شا دروازې په مخ کې لومړی چاودنه شوې او بیا درې تر پنځو کسانو پوري چې په وسلو او لاسي بمونو سمبال ول، د روغتون ودانۍ ته ننوتلي او جګړه یې پیل کړې.

نوموړي همدا راز وویل چې بریدګر د روغتون د ودانۍ په دریم او څلورم پوړ کې ځای پر ځای شوي او سیمي ته له لیږل شوو ځانګړي ځواک له سرتیرو سره په جګړه بوخت دي.

د وروستيو راپورونو له مخي د دغه بريد له سيمي څخه تر اوسه پوري دوه مړي او ۲۵ ټپيان وزير محمد اکبر خان روغتون ته وروړل شوي دي.

تر سختو امنیتي تدابیرو لاندي د امریکا سفارت ته څیرمه پر دغه روغتون باندي برید، د دولتي چارواکو د هغو خبرداریو ښکارندويي کوي چې سږ کال به د طالبانو له خوا ښايي په کابل کي ترهگر بريدونه نور هم زور واخلي.

Afghanistan Polizeieinsatz nach Explosionen in Kabul
انځور: Reuters/O. Sobhani

عبدالقدیر چې د سردار محمد داود خان روغتون یو کارکوونکی دی له رویترز خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي دي چې یو وسلوال کس يې ولید چې د ډاکټرانو جامې یې اغوستې وې او تر جامو لاندې پټ یو کلاشنکوف یې راوویست او ډزې یې پیل کړې. نوموړي همدا راز وویل چې د دې ډزو په پایله کې لږ تر لږه یو ناروغ او د روغتون یو کارکونکی ووژل شول.

نوموړي د روغتون له نورو برخو څخه چې له ټول افغانستان څخه راوړل شوي ټپي امنیتي سرتیري تر درملنې لاندي دي،  د ډزو غږونه هم اوریدلي دي.

روغتون ته څیرمه سیمه چې له ګڼه ګوڼي ډک يو چوک دی، له برید سره سم د امنیتي ځواکونو له خوا کلا بنده شوی.

Afghanistan Polizeieinsatz nach Explosionen in Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

دغه برید یوازې یوه اونۍ وروسته له هغه کیږي چې په کابل کې پر یوه امنیتي پوستې او د استخباراتو پر یوه دفتر په ورته یوه همغږي برید کې تر لسو ډیر کسان ووژل شول. د هغه برید مسولیت وسله والو طالبانو و مانه.

د سردار داود خان پر روغتون د برید مسولیت تر اوسه پور کومي ډلي منلی نه دی. د طالبانو یوه ویاند هم د دې برید په هکله ناخبري څرګنده کړې ده.