1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي سوځول سوې ښځه روحي ناروغه وه

آژانسونه۱۳۹۳ اسفند ۲۹, جمعه

دغه پيښه د پنجشنبې په ورځ ماسپښين سوې او په انترنيټ کي ئې ډېري ويديوگاني خپرې سوي دي. د ښځي د قتل او هغه هم د کابل په زړه کي بې له محاکمې په اړه خلکو سخته نيوکي کړي دي.

https://p.dw.com/p/1EuIu
انځور: picture-alliance/AP Photo/E. Morenatti

هغه ويډيوگاني چي د پيښي پرمهال اخيستل سوي دي، ښيي چي يوه ښځي د شاه دوشمېشره په زيارت کي دننه د قهرېدولو خلکو له خوا وهيل کيږي او هغه بې هوښه پرته ده. وروسته بيا دغه ښځه د کابل راده ته اچول کيږي او اور ورته ورته کيږي.

د کابل د جنايي پوليسو مشر جنرال فريد افضلي ويلي دي چي دغي ښځي په کابل کي د شاه دوشمشېره مسجد ته نژدې د قرآن کريم يوې نسخې ته اور اچولو وو او دغه عمل ئې د خلکو غوسه را وپاروله.

د دغي ښځي کورنۍ د کابل جنايي کارکوونکو ته ويلي دي چي لور ئې له څو کلونو راهيسي له رواني ناروغۍ رنځ وړی.

په انترنيت کي په خپرو سوو ويډوگانو کي ښوول کيږي چي پوليس د دغي ښځي د وهلو ټکولو او اور اچولو پرمهال مداخله نه کوي، خو افضلي دا خبره نه ده منلې او ويلي ئې دي، چي پوليسو تلاښ کاوه څو د په سوونو راپارېدلو خلکو مخه ونيسي.

د افغانستان د کورنيو چارو وزات وياند صديق صديقي ويلي دي چي د دغي «غمگيني پيښي» په اړه څېړني پيل سوي دي.

د بشري حقونو ټولنو اندېښنه ښوولې ده او دا پوښتنه ئې مطرح کړې ده، چي آيا د دغي مېرمني د قتل په اړه د گډون کوونکو خلکو د نيولو په برخه کي کافي کار سوی دئ.

د اسيا له پاره د بشري حقونو د څار ادارې څېړنکی هيدر بار ويلي دي: «زه ډاډيم چي افغان حکومت به د دغي پيښي د څېړلو او عاملانو د نيولو په برخه کي تلاښ وکړي او کورنۍ څېړني به وکړي، چي آيا د دې پيښي په اړه د پوليسو غبرگون مباسب وو.»

په ۲۰۱۲م کال کي له هغه وروسته چي روښانه سوه په بگرام زندان کي چي د امریکايانو په لاس کي وو د قرآن کريم څو نسخې سوځولي سوي دي، په افغانستان کي پنځه ورځي مظاهرې رواني وې چي نزدې ۳۰ کسان پکښي ووژل سول.